Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د ننګرهار او کندهار پوهنتنونو ځینې محصلانې: د خپل راتلونکې لپاره د ناهیلۍ احساس لرو

0
د ننګرهار او کندهار پوهنتنونو یو شمېر نجونې محصلانې چې په تېرو څو ورځو کې پوهنتون ته ورغلې وايي، پوهنتونونو کې وضع شویو محدودیتونو راتلونکې ته ناهیلې کړي.


نېږدې پنځه ورځې کېږي چې په شپږو ګرمسیرو ولایتونو کې تازه تحصیلي کال او پوهنتونونه پیل شوي دي.


د هلکانو سربېره ظاهراً نجونې محصلانې هم د نورو کلنو په څېر پوهنتون د تلو اجازه لري خو په ډېر توپیر.


خدیجه عزیزي چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د درېیم کال محصله ده وايي، د هلکانو او نجونو ټولګي او د د زده کړو وخت سره بېل شوی دی خو استادان بیا ټول نارینه دي.


نوموړې وايي، د پوهنتون د مسؤلانو له خوا نجونو محصلانو ته ویل شوي چې ټولګي نه بهر ونه وځي.

 


روان وضعیت خدیجه د خپل راتلونکي په اړه هم اندېښمنه کړې.




خدیجه وایي:"زه او زما ټولکیوالې موږ یو ډول د ناهیلۍ احساس لرو؛ موږ فکر کوو چې زموږ پوهنتون ویل یوازې د سند اخیستلو لپاره دی.دا ځکه چې زه په راتلونکي کې چې په سياسي برخه کې د فعالیت کولو اجازه وه نه لرمه، ما ته یو بست یا یو څوکۍ رانکړل شي نو زه به په داسې ډیګري څه وکړمه؟"


پروانه بیا د کندهار پوهنتون د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي د درېیم کال محصله ده؛ د چهارشنیې په ورځ هغه له خپلې خور شګوفې سره چې هغه هم د دې پوهنتون محصله ده، پوهنتون ته ولاړه.


پروانه وایي، په یوه ټولګي کې هلکانو سره ورته زده کړې ورکړل شوې خو د نجونو او هلکانو ترمنځ پرده ځړول شوې وه.




نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار پوهنتون نجونو محصلانو ته د مسؤلانو له خوا په ټینګار سره ویل شوي چې مخ لوڅې به پوهنتون ته نه راځي.


د پروانې په خبره د دوی د پوهنځي له ۱۱۸ نجونو محصلانو اوس یوازې ۳ تنه یې پوهنتون ته راځي.


پروانه وایي:" کله چې پوهنتون ته ننوتلو فضا یې خالي وه؛لکه د تېرو وختونو په شان څوګ له درسونو سره دومره لیوالتیا نه لري ، ځکه چې د ټولو په زړونو کې وېره پیدا شوې ده"


د تودو ولایتونو د دولتي پوهنتونو د شپې پوهنځیو نېږدې ۵ محصلانو چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د شپې پوهنځیو د نجونو محصلانو د زده کړو وخت ورځې ته بدل شوی او اوس مهال په شپې زده کړو کې یوازې هلکان دي.


سیما افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل مخکې د ننګرهار پوهنتون د ادارې او پالیسۍ شپیني پوهنځي محصله وه.


نوموړې وايي، د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وه نو اړه وه چې د ورځې کار وکړي او د شپې زده کړې.


د سیما په خبره اوس چې دوی ته د شپې په پوهنځیو کې پوهنتونو کې د زده کړو اجازه نه شته نو ناچاره ده چې له دندې هم لاس په سر شي.


سیما وایي:" نپوهېږمه ولا زه بیخي دوه لارو کې پاتې یمه؛ پرېکړه کول هم راته بیخي ستونزمن دی ځکه دنده هم نه شمه پرېښودلی او پوهنتون هم. بیخی یو بد حالت سره لاس او ګریوان یمه".


که څه هم چې نجونې محصلانې پوهنتون ته ځي خو لاتراوسه د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو په تړاو خپل دریځ نه دی روښانه کړی او نه یې څرګند د دوی د زده کړو په اړه څه ویلي دي.


د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه پورې د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو د حکومت طرزالعمل نه دی بشپړ شوی.




کریمي وایي:" تراوسه پورې خو چې عالي تحصیلاتو د وزارت له لوري کومه اعلامیه نشر شوې ده جزئیات د طرزالعمل په همغې پورې محدود دي، کله چې دغه پروسه مکمله شي سړی کولای شي ووایي چې د ټول جریان هغه جزئیات دا ډول دي"


د یادونې ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ تر دې دمه، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه هم نه ده شوې.


طالبان د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه هم د دوی حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.


نړیوال د دې کار لپاره ځیني شرایط لري چې دوه مهم هغه یې همدا د نجونو زده کړې او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکول دي.


طالبانو دا خبره نه ده رد کړي خو وایي، د طرز العملونو په جوړولو کار کوي، هغه طرزالعملونه چې خلک یې ژر اعلان ته په تمه دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net