تېل پلورونکي: د افغانیو د بیې لوړېدړ د تېلو او ګازو په بیو کم تاثیر کړی
د حاجي سید په نوم په کابل کې د تېلو د ټانک یوه درلودونکي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له لوړېدلو سره نن یو لیتر پترول ۷۳ افغانۍ، ډیزل ۷۳ افغانۍ او ګاز ۸۲ افغانۍ پلورل کېږي.
نوموړی وايي، که څه هم تېل پلورونکي تېل په ډالرو اخلي، خو د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت را ټېټېدلو د نفتي موادو په بیو ښه تاثیر درلود.
د حاجي سید په وینا له دې مخکې یو لیتر پترول ۷۸ افغانۍ، ډیزل ۸۰ افغانۍ او یو کیلو مایع ګاز له ۹۰ تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېدل.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدلو د ټولو توکو په ځانګړې توګه د نفتي توکو پر بیو تاثیر کړی او دا خونه هڅه کوي چې بيې نورې هم ټېټې شي.
