په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې اکسیجن پلانټ فعال شو
د خوست ډاکټران او روغتیايي مسوولان دا یو ښه پرمختګ بولي او زیاتوي، په اوس وخت کې چې د سږو د ناروغیو پېښې ډېرې دي، د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړتیا هم ډېره شوې ده.
په خوست کې ظاهر امبولانس چې یاد اکسیجن پلانټ يې فعال کړی مسوول يې نظر محمد ظاهر ازادي راډيو ته وویل، دا کار يې دلته د ناروغ لرونکو او ناروغانو د اړتیاوو د حلولو په موخه کړی دی: "اوس مو دا پلانټ د خوست د اوسېدونکو لپاره د چین څخه را انتقال کړ، ځکه دلته د اکسیجن ډېره اړتیا وه، دا چې څه وخت مخکې کرونا شدیده تېره شوه، نو خلکو اکسیجن ته ضرورت لاره، نو موږ مجبور شو چې اکسیجن پلانټ ولګوو، تر څو د خوست د خلکو مشکلات حل شي."
د خوست د اکسیجن پلانټ کارکوونکی ډاکټر محمد رحیم وايي، په دې کارخونه څه باندې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او هره ورځ تر اتیاوو پورې بالونه ډکوي.
بل لور ته په خوست کې د طالبانو د روغتیا د برخې مسوولین په دې ولایت کې د اکسیجن پلانټ جوړول یو ښه پرمختګ ګڼي او وايي، دوی به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورسره همکاري وکړي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد وايي، په دې ولایت کې د اکسیجن پلانټ فعالیدل د روغتیا په سکټور کې یو اړین او پر ځای اقدام دی.
د یادونې وړ ده په ۲۰۲۱ کال کې کله چې د کرونا پېښې زیاتې شوې او خوست ته د اکسیجن واردېدونکو بالونو ناروغانو ته بسنه نه کوله، د خوست په کادري روغتون کې هم یو وړوکی اکسیجن پلانټ چې هره ورځ يې د ۲۰ بالونو د تولید ظرفیت لاره، فعال شو، خو له څه مودې وروسته بیرته له فعالیته ولوید.
د خوست روغتیايي مسوولینو وویل چې دا اکسیجن پلانټ په عادي وختونو کې د دې ځای اویا سلنه اړتیا پوره کولی شي.
