د طالبانو تر واک لاندې ژوند؛ د ښځو د حقونو اندېښمنې فعالانې
يو شمېر معترضې ښځې چې د "ډوډۍ، کار، ازادي" له شعار سره يې څو ورځې د کابل واټونو کې مظاهرې وکړې وايي، اوس ګواښل کېږي او ژوند يې خطر کې دی.
تر دې مخکې د تمنا زرياب پرياني او پروانې ابراهيم خېل په ګډون د ځينو ښځو د نېول کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي.
يو شمېر نړيوالو سازمانونو هم له طالبانو غوښتي چې دا دوه معترضانې دې خوشې کړي.
نور د حسېبې اټکپال په دې راپور کې وګورئ:
