د افغانستان نامتو شاعر او سیاستوال سلیمان لایق مړ شو
ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت د خواشینۍ په پیغام کې لایق هغه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکی او ادبي محقق بللی چې د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپارهیې مهم کارونه کړي او په تېرو شپږو لسیزو کې یې د یوه ټولنیز فعال او سیاستوال په توګه په افغاني ټولنه کې اغېزمنه ونډه لرله.