بیلاروس کې د لسمې ورځې لپاره د پراخو لاریونونو دوام
دوی، چې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرخلاف راوتلي، له واک څخه د ده د لیرې کېدو او د نویو ټاکنو غوښتونکي دي.
دوی، چې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرخلاف راوتلي، له واک څخه د ده د لیرې کېدو او د نویو ټاکنو غوښتونکي دي.
نن د کابل ښار واټونه د غازي امان الله خان په انځورونو، د خپلواکۍ د ورځې په شعارونو او په درې رنګه بیرغونو پوښل شوي وو. خو په دې ورځ د کابل ښار د ۱۴ راکټي بریدونو شاهد و چې له امله يي ۱۰ تنه ټپیان شول. نور حال د لېمې هادي په راپور کې:
له ننګرهاره تر خوست، او له خوسته تر بامیانو نن د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱مه کلیزه په مېلو، اتڼونو، محلي سندرو، اوبېلابېلو دولتي او ولسي مراسمو ونمانځل شوه. فرید الله سعادت له نورو جزئیاتو سره:
دا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څلورم د سر سړی دی چې د افغان ځواکونه يې د وژلو ادعا کوي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي ټول اړخونه دې د تاوتریخوالي پر کمولو غور وکړي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د نورو برخو په څېر خیبر پښتونخوا کې هم د بجلۍ نیشتوالي له بحران سره مخ ده، صوبايي حکومت د بجلۍ پیدا کولو د ۱۹ نویو منصوبو منظوري ورکړې ده. بل خوا اپوزیشن ګوندونه وایي چې دا منصوبې به په سمه توګه عملي نشي ځکه چې صوبه له مالي ستونزو سره مخامخ ده.د دې موضوع مختلف اړخونه د کرښې پر غاړه کې بحث شوي دي.
تر اوسه د مشکوکو کسانو سلیم جامي عیاش، حسن حبیب مرعي، حسین حسن اونیَسي او اسد حسن صبرا ځایځایګی معلوم نه دی.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش ازادۍ راډیو ته وویل، په مرغاب کې دېره امنیتي ځواکونه تېره شپه دولتیار ولسوالۍ ته لېږدېدلي دي.
بلاول بوټو زرداري خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې پر دوی فشار دی چې په ۱۸ترميم او قامي مالياتي اېوارډ کې بدلونونه ورسره ومني.
دا په افغانستان کې د داعش وسلهوالې ډلې درېیم د مهم کس دی چې د افغان ځواکونو له لوري وژل کېږي او یا نیول کېږي.
د یووالي تر سرلېک لاندې نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په ویاړ د کرکټ د یو شمېر ملي لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه سيالي ترسره شوه.
کورنیو چارو وزارت وايي، دا راکټونه په لومړۍ، دوهمې، نهمې، ۱۰مې او ۱۶مې ناحیه کې پر ملکي ځایونو لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اګست پر ۱۸مه د خپلواکۍ ۱۰۱ مه کلیزه نمانځي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۳مه نېته په پېښور کې د چټک بس پروژې سروېس پرانېست. خو له دغې پروژې بشپړېدو وروسته د ولس لخوا بد انتظامې او بسونو ته د زیان رسولو خبرونه خپاره شوې دي. په دې اړه د مشال راډیو خبریال شبیر احمد جان له چارواکو او د بس له مساپرو سره غږېدلي دي.
ښاغلی رامش وايي، په وسلهواله نښته کې ۳ سرتېري او ۴ د دولت وسلهوال مخالفان وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.
نن د کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه لمانځل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د سوات شخصي سکولونو اتحاديې د مقامي انتظامې له خوا د سکولونو تړلو او د استادانو نیولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې. مظاهرچیان وايي، شخصي سکولونه يې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د احتياطي لارښوونو په رڼا کې پرانستي نو حکومت ولې دوی نه پرېږدي.؟ په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.
دا له هغه وروسته ده چې په دې هیواد کې تر ۱۰۰ ورځې زیاته موده کې د کورونا ناروغ نه وو موندل شوی.
د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر خلاف په دې هېواد کې د ده د واکمنۍ په ۲۶ کلونو کې تر ټولو پراخې مظاهرې روانې دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نیوزیلند کې تر اوسه د کرونا ۱،۸۳۱ مثبتو پېښو له امله د مړینې ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.
ټرمپ دا خبره پرون په ایرفورس.ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته وکړه، خو هغه په دې اړه نور جزئیات ورنهکړل.
لیکنه وايي، د امریکا استخباراتو ارزونې ښودلې چې یو بهرني حکومت لهخوا تمویل شویو وسلهوالو تېر کال په لږترلږه شپږ بریدونو کې برخه اخیستې چې پهکې د ۲۰۱۹م کال کې په بګرام کې د امریکا پر هوايي اډه برید هم شامل دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي دا ۱۴ توغندي له دوو موټرو د استوګنې پر کورونو توغول شوي او په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې څلور تنهیې ماشومان او یوه پهکې ښځه ده.
دواړه قدرتونه د نیو سټارټ په نوم د اټمي وسلو د کنټرول په تړون کې پر خپلو پاتې موافقو خبرې کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.