افغان ټولنه کې هغه میندې چې په یوازې سر اولادونه لویوي، څه ستونزې ګالي؟
نسیمه همداسې یوه مور ده چې خپل شپږ کوچنیان په یوازې سر ساتي.
نسیمه همداسې یوه مور ده چې خپل شپږ کوچنیان په یوازې سر ساتي.
دا افغانه مېرمن محبوبه اخترزاده نومېږي چې اوسمهال د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د سافټوير انجنیره ده.
۲۸ کلن فیصل د داعش ډلې لهخوا د ننګرهار پر زندان د شوي برید یو له قربانیانو دی. هغه چې د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، له کمانډو ځواکونو سرهیې ۸ کاله دنده هم کړې، خو بالاخره خپله زنداني شوی و. امېد زهیرمل د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اګست پر څلورمه په شویو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۴،۰۰۰ ژوبل دي. مازیګر مهال پرله پسې چاودنو د سیمې یو شمېر ودانۍ ړنګې کړې او لګېدلي اور ونې او ګاډي وسوځول. د لبنان وزیراعظم د اګست پر پېنځمه ملي ماتم اعلان کړی. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي او د دوی ځیني استازي په دې شکمن دي چې ګوندې په دغه برید کې به د داعش نفوذي کسانو مرسته کړې وي.
د تاجکستان دولتي ټلوېزیون ویلي چې دا مانور چې دوه ورځې وړاندې (د اسد ۱۵) د افغانستان د بدخشان او د تاجکستان د کورواک بدخشان ترمنځ ساحه کې پیل شوه، نن چهارشنبه پای ته ورسېده.
حکومت تر هغې وروسته په مې کې د سوداګرۍ او دواړو خواوو ته د بندو کسانو اوښتو لپاره د تورخم ور په لنډمهاله ډول بیا پرانیست خو اوس ورباندې د سوداګرۍ
فهیمي همداراز وویل، دا خطرناکه چاودېدونکې سره په ۲۰۱۴ م کال له یوې باري بېړۍ څخه تر ضبط کېدو وروسته د ساحلي بندر په ګودام کې ساتل کېده.
چارواکي وايي، سږکال په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو داخلو لپاره شاوخوا ۲۱۰،۰۰۰ زده کوونکو ځانونه رجسټر کړي.
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، غفاري له دې پېښې روغ وتلی، خو ۱۱ ساتونکي یې چې په یوه بل موټر کې په ده پسې روان ول، وژل شوي دي.
د دې ولایت په مرکز مشهد کې د شیعهګانو د اتم امام زیارت موقعیت لري.
د اګست پر څلورمه د شمالي وزیرستان په درپه خېلو کې د اتمانزیو وزیرو جرګه وشوه چې پکې د نورو غوښتنو ترڅنګ پر امنیتي ادارو غږ وشو چې په سیمه کې دې امنیت بحال کړي. د سیمې پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د بریدونو مخنیوي لپاره اقدامات کوي. دا جرګه پر داسې وخت شوې چې د سیمې اوسېدونکي وايي، هلته امنیتي حالات په خرابېدو دي او داسې رپورټونه دي چې په قبایلو کې وسله وال یو ځل بیا سر پورته کوي. په جولای کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو یو شمېر پېښې وشوې چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې په سیمه کې د دې ډول بریدونو شمېر ۲۳ ته لوړ شو. Читать дальше...
د بيروت ښاروال وايي، د لبنان پلازمېنې پرونۍ چاودنې کې ميلياردونه ډالر مالي زيان لیدلی. د لبنان خراب اقتصادي وضعيت له دې پېښې سره نور هم خرابيږي. پرونۍ چاودنې کې چې لا یې لامل څرګند نه دی تر سلو زيات کسان وژل شوي او څلور زره په کې ټپيان شوي دي.
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون د دارلانشا رئیس عبدالسلام رحیمي هم چې په دغه خبري غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې دغه جرګه د تېرې لویې جرګې په دوام یوه نوې جرګه ده.
وزارت د اګست پر پېنځمه په بیان کې ویلي چې د داعش مهم غړی محمد سعید یې د اګست څلورمې پر شپه په کونړ کې د عملیاتو پر وخت نیولی دی.
دا سروې چې نن خپره شوه ښيي چې د کابل ۵۳ سلنه خلکو د کرونا ناروغي تېره کړې ده.
روسیه د لیبیا په ختیځ کې د خلیفه حفتر د ملي پوځ ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو د يېژندل شوي حکومت پر ضد جنګېږي.
په دغو لاریونونو کې سیاستوالو، مدافع وکیلانو، د بشري حقونو فعالانو او د سوداګري اتحادیو غړیو د هند اقدام ځپونکی وباله او هغه یې وغانده.
ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې خپله هغه پخوانۍ خبره هم تکرار کړې چې ویلي یې و، ۱۸ کاله کېږي چې امریکايي پوځیان افغانستان کې دي، خو ډېر ژر به بېرته وګرځي.
هند دا نقشه د "سیاسي بې عقلۍ اقدام" بللی چې له لارې یې پر هندۍ خاوره "باطلې دعوې" کول غواړي. اسلام اباد دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه
فټبال جوړول په پاکستان کې يو لوی صنعت ګرځېدلی او پاکستاني فټبالونه د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته صادرېږي. پاکستان کې زياتره فټبالونه په کارځايونو کې جوړېږي خو د اسلام اباد عابده بي بي يې د خپلې کورنۍ د پالنې لپاره د سړک پر غاړه ناسته فټبالونه جوړوي او بيا يې پلوري. په دې اړه د عمران يونس او احمد الله ويډيويي راپور وګورئ.
دا کار په کور دننه د کشمیر د خلکو او د هند د مخالفو ګوندونو له غبرګون او په بهر کې هم د پاکستان، بنګلهدېش او یو شمېر نورو هېوادونو له کلک مخالفت سره مخ شو.
د اعلامیې له مخې د داعش دغه مسؤل له بهره د داعش یا اسلامي دولت ډلې غړي او د هغوی کورنۍ افغانستان ته راوستلې.
چارواکو ویلي چاودنې د امونیم نایتریت یا کیمیاوي سرې د ۲،۷۵۰ ټنو وې چې د بېروت په یوه بندري سیمه کې له کلونو په یوه زېرمتون کې ساتل کېده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې په پروسه کې د ښاغلي غني ستراتېژي هېڅکله امریکا ته د منلو نهده ځکه امریکایان تر ټاکنو وړاندې د دې مسئلې د حل غوښتونکي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.