که څه هم د دې غږیز کلیپ د ثبت کره نېټه او ځای معلوم نه دی خو نوموړي دا څرګندونې لویدیځ ته په خطاب کې کړي دي.
سره له دې چې روژه د برداشت، زغم او همدردۍ میاشت ده، په دغه میاشت کې په ټولنه کې زغم نور هم راکم شي او د خلکو تر مېنځ د جنګ جګړو یا ښځو او ماشومانو پر ضد د تشدد پیښې زیاتې رامنځ ته کیږي. ایا د پښتنو په ټولنه کې د زغم یا برداشت د ودې لپاره ولسي او کلتوري اصلاحاتو ته اړتیا ده؟ دا اوونۍ د کرښې په غاړه خپرونه کې موږ په دې بحث درلودلو.
د پاکستاني پوځ ادعا کړې چې بېګاه د وسله والو لخوا د بحري ځواک پر پي اېن اېس صديق مرکز بريد يې ناکامه کړی دی.پوځ په خپل بيان کې وايي چې څلور واړه بريدګر وژل شوي دي او عمليات پای ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۴مه ویلي وو چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي.
د هرې جمعې پر ورځ د افغانستان په مزار شریف کې د بېلابېلو لوبډلو ترمینځ د بزکشۍ سیالۍ کېږي. د هېواد دا ملي لوبه خلکو ته د تفرېح، لوبغاړو ته د روزګار او د اسونو مالکانو ته د ګټې لویه ذریعه ده. په مسلکي توګه د بزکشۍ لوبغاړي ته چپ انداز وايي خو ځايي خلک یې پهلوان بولي او د ځانګړې وړتیا لرونکي تن په توګه یې ډېر قدر کېږي. دوی وايي، د نوم او پیسو ګټل اسانه نه دي ځکه چې کله کله یې د بزکشۍ پر وخت لاس، پښه او یا پوزه هم ماتېږي. د بزکشۍ د یوې لوبډلې په جوړولو او ساتلو لکونه ډالر مصرفېږي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د کراچۍ هندوانو خپل دودیز جشن هولي لمانځلی دی چې پکې ګډونوال پر یو بل رنګونه پاشي. د مارچ پر ۲۴مه ګڼ هندوان جشن ته ورغلي ول چې پکې خلکو په موسیقۍ نڅا هم وکړه. هندوان هولي د ژمي له پای ته رسېدو سره سم لمانځي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.