Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 31.05.2022

کندوز: د ولسي پاڅونوالو يو پخوانی قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځایي اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ښار په څلورمه حوزه رستاق اباد سيمه کې د قومندان حبیب الله ناصري کور ته تېره شپه نامعلومه وسله وال ورغلي او ډزې یې پرې کړي دي. حبيب الله ناصري چې کندوز  کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان و، کال وړاندې يې له جګړې لاس اخیستی و او طالبانو ته تسلیم شوی و. کندز کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شپږيزې ليګ سږنۍ سيالۍ په جولای کې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ به په جولای میاشته کې ترسره شي. کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو د دوی مشرتابه او د شپږیزې لیګ امتیاز لرونکو غونډه هم وکړه. خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ژر به دغه لیګ ته د لوبغاړو د پېرلو مراسم هم ترسره شي. شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږي. دغه لیګ کې پخوا یو شمېر بهرنيو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

د امريکا دفاع وزير: ځواکونو مو افغانستان کې د ډيموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، ځواکونو یې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره قرباني ورکړې. اسټن دا څرګندونې، چې د امریکا د دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپرې شوي، پرون د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د خپلو وژل شویو او ټپي شویو سرتېرو د درناوي په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې. امریکایي ځواکونه له شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت وروسته د تېر کال د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول ووتل. د امریکا دفاع وزارت وایي، د دوی دغې تر ټولې اوږدې جګړه کې ۲۴۶۱ سرتېري وژل شوي دي.



د قطر بهرنيو چارو وزير د نړيوالو او طالبانو ترمنځ د تعامل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا له طالبانو سره د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د تعامل غوښتنه وکړه خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې د طالبانو لا انزوا به افغانستان ګډوډۍ ته بوځي. شیخ محمد آل ثاني له فیننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې له طالبانو سره په تعامل دا ډله له افراطۍ پالیسیو راګرځولی شوای. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج افراطي اقدامات په تېره بیا د ښځو خلاف زیات کړي دي. د ځینو نظر خاوندانو په باور دا ډول اقدامات نه یوازې دا چې د طالبانو د حکومت له... Читать дальше...

ټام ويسټ ترکيه کې د "ملي مقاومت عالي شورا" سره د لويې جرګې پر جوړېدو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې په ترکیه کې یې دوې ورځې تېرې کړې او په لړ کې یې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له ژورنالیستانو، بانکوالو، د بشري حقونو له فعالانو، پخوانیو والیانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو، حقوقپوهانو، مدني کارکوونکو او وزیرانو سره وکتل. ټام ویست پر خپله ټویټرپاڼه له هغو کسانو سره چې ده د ترکیې د سفر په لړ کې ورسره لیدلي، عکسونه هم خپاره کړي دي. ده همدا راز لیکلي چې د دغو کتنو هدف دا و چې د افغانستان په اړه د بېلابېلو خواوو نظرونه واوري. خو له بلې خوا د... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

نیوزویک: نیوزویک مجلې د مې د دېرشمې یا د وژل شویو امریکاي سرتېرو د یاد د ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي تورنجنرال هارولد ګرین د لور امیلیا ګرین وینا رااخیستې چې وايي، دا ورځ دې ته خوښي نه ورکوي. امریکایان هرکال د مې په دېرشمه د میموریل ډې په ورځ په نورو هېوادونو کې د خپلو وژل شویو سرتېرو یاد ته درناوی کوي او دا ورځ په ویاړ سره لمانځي. د زړورتیا د بیرغونو په نوم د متقاعدو پوځیانو یوه شرکت وړاندیز کړی، چې امریکایان باید وکولای شي چې په دې ورځ یو بل ته مبارکۍ ووايي خو نیوزویک... Читать дальше...

پوتين: مسکو چمتو دی چې د ترکيې په همکارۍ بند شوي بندرونه ازاد کړي

Pa.azadiradio.com 

ولادیمیر پوتین خپل ترک ساري رجب طیب اردوغان ته ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې له کبله بند شوي بندرونه د انقرې په همکارۍ د تګ راتګ لپاره ازاد کړي. کریملین په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قول ویلي چې، په دې کې به د اوکراین بندرونه هم شامل وي. د کریملین پر اساس دواړو خواوو په تور سمندرګي او اوزوف سمندرګي کې د بېړۍ چلونې د تضمین او د اېښودل شویو ماینونو د لېرې کېدو په اړه خبرې وکړې. د اوکراین په بندرونو کې د تجارتي مالونو لسګونه بېړۍ بندې پاتې شوي او روسي ځواکونو محاصره کړي دي. Читать дальше...

د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې په افغانستان کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی. دواړو خواوو د اوربند پر دوام او د راتلونکې جون په نیمايي کې د خبرو د بل پړاو پر پیلولو سلا کړې ده. د دوی وروستۍ خبرې د روانې اوونۍ په پای کې په کابل کې پای ته ورسېدې.



د طالبانو يو پلاوی له ايراني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستندوکونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ځي چې د افغان کډوالو او د دوو هېوادونو پر اړیکو له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي. د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي له خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې وویل، چې په وروستیو کې ایران ته ډېر شمېر افغان کډوال ورغلي او پکار ده چې پر دې مسله دواړه خواوې همغږي وکړي. د راپورونو له مخې، ایران له څو اوونیو راهیسې یوازې د نیمروز... Читать дальше...

طالبانو د تورخم له لارې پاکستان ته د سکرو صادرات بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې نور د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د سکرو صادراتو ته اجازه نه ورکوي. په وروستیو کې له دې لارې پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات شوي تر دې چې ځینې خلک شکایت کوي چې ټوله لار په سکرو بار لاریو او کانتینرونو نیولې ده. د طالبانو د مالیې وزارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته تازه مېوه صادره شي او د خوسا کېدو مخه یې ونیول شي. د طالبانو حکومت د سکرو صادروونکو ته ویلي چې سکاره د پکتیا، پکتیکا او خوست له لارو پاکستان ته یوسي.

روغتيا وزارت: ۵ مياشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې یې ثبت کړي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه پورې د ۳۱۲۱ نارینه وو، ۹۵۲ ښځو او یو زرو ۹۶ ماشومانو پېښې په روغتونونو کې ثبت شوي دي. د ښاغلي هژیر په وینا په یادو کسانو کې لږ تر لږه ۸ تنه د لېوني سپي د داړلو له کبله مړه شوي دي.

د ايران او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر پرون په تهران کې د تاجکستان له ولسمشر سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د تروریستانو حضور د اندېښنې وړ دی. ابراهیم رييسې چې له امام علي رحمان سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د دوی ګډ نظر دا دی چې په افغانستان کې دې سوله، امنیت او ثبات ټینګ شي. ده په عین حال کې وویل چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د تروریستانو حضور نه شي منلی. ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه لري.

د افغانستان بانک نن ۱۲ نيم ميليون ډالر ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام د بازار وضعیت ته په کتو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتنې لپاره کېږي. ده له ټولو شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، وغوښتل چې په مزایده کې ګډون وکوي: نوموړي ويلي: "له ټولو تجارتي بانکونو او د پیسو له خدماتي شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتل شوي چې په دې لیلام کې ګډون وکړي." د افغانستان بانک هر څه موده وروسته لسګونه ميلیون ډالر لیلاموي چې د افغانیو د ارزښت له ثبات سره مرسته وکړي.

Спорт в России и мире
Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

«Компьютерный 3D-переводчик на жестовый язык» стал одним из победителей конкурса цифровых проектов и идей для людей с нарушением слуха «Мы услышим»





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил идею создания в Москве памятника из советских монет к юбилею Победы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БЕЛТА: Лукашенко и Путин обсудили представительство России на параде в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

НАТО оказалась не готова к войне с Россией. Тайное соглашение США и Киева: Враг нацелился на Белгород - источники


Навальный в России и мире
Москва

Раз нет протестов, будут санкции: как навальнисты и команда Ходорковского меняют стратегию борьбы с Россией



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Виктор Пинчук

Фотовыставка «Древнейшие пирамиды мира» пройдёт в Крыму



Москва

BP получила лицензию США на добычу природного газа на месторождении Manakin-Cocuina

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net