Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 12.05.2022

ګارډین: نړۍ باید افغان مېرمنې یوازې پرې نه ږدي

Pa.azadiradio.com 

ډيپلوماټ آنلاین مجله: ډيپلومات آنلاین مجلې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، افغانستان تر مرستو زیات، د مرستو د رسولو د سیسټم ښه مدیریت ته اړتیا لري. خپرونه لیکي، که څه هم بهرنۍ مرستې د میلیونونه افغان وګړو ژوند ژغورلای شي خو د خپرونې په وینا دا اقدام په اوږدمهال کې د حل لاره نه ده. د مطلب په دوام کې راغلي چې د افغانستان ستونزه تل د مرستو کچه نه بلکې د مرستو د مدیریت او څرنګوالي پر وړاندې پرتې ننګونې دي. د ډيپلومات د مطلب لیکوال زیاتوي، په تېرو شلو کلونو کې تریلیونونه ډالر په افغانستان کې... Читать дальше...

د مقاومت جبهې طالبانو ته د خپلو لسګونو غړیو تسلیمېدو ادعا رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په پنجشېر کې طالبانو ته د دې جبهې د لسګونو غړیو د تسلیمېدو ادعا رد کړه. د دې جبهې د بهرنیو اړیکو ريیس علي میثم تېره شپه د طالبانو له لوري د لسګونو کسانو د تسلیمېدو د ویډیو د خپرېدو په غبرګون کې ادعا وکړه، چې طالبانو عادي خلک کمرو ته کېنولي دي. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د یو شمېر کسانو ویدیو خپره کړې او ویلي و، چې دې کسانو د پنجشېر په دره او آبشار ولسوالیو کې له جګړې لاس اخیستی او له طالبانو سره ملګري شوي دي.

د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په کمسارې ډول ولوېد

Pa.azadiradio.com 

پرون چهارشنبې د پاکستان په بانکونو کې یو ډالر په یوسلو نوي روپۍ او په ازاد بازار کې تر دې هم لوړ تبادله شو. پاکستان هیله لري، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د ترلاسه کولو په صورت کې به د بهرنیو اسعارو په وړاندې د روپیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي. په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم تاییدوي، تر څو چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته پور نه وي ورکړی، د جنسونو د بیو د لوړېدو او د ډالرو په وړاندې د روپیو د لوېدو مخه نه شي نیول کېدای. دوی د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو وايي، چې ښايي د... Читать дальше...



امریکا او تاجکستان د افغان هوايي ځواک الوتکو برخلیک په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي، چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پیلوټانو تاجکستان ته یووړې. په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي. تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي. په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې... Читать дальше...

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د بېړني حالت له دوهمې درجې لرې شو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د بېړني حالت له دوهمې درجې یا ایمرجنسي ۲ څخه لرې کړ. د ملګروملتو پر اساس، د کډوالو لپاره دوهمه درجه بېړنی حالت هغه مهال اعلانېږي چې پناه غوښتونکي اضافي مرستې او ملاتړ ته اړتیا ولري. د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د راپور له مخې، لا هم ایران ته د افغان کډوالو د تګ بهیر دام لري او دا چاره د کډوالو لا زیات ملاتړ ته اړتیا پېښوي. د ایران د حکومت د اټکل له مخې، په ۲۰۲۱ م کال، په تېره بیا د اګست له میاشتې وروسته شاوخوا ۵ لکه افغانانو ایران ته پناه وړې ده.

طالبان: د حج زیارتوالو لپاره د پاسپورټ ورکولو بهیر اسانه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر سخته شوي، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حج د زیارتوالو لپاره به د پاسپورټ ورکولو چارې اسانه کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقافو له ادارې سره یې موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې د حج زیارت کوونکو ته د پاسپورټ د وېش بهیر اسانه شي. د دې موافقې له مخې به د حج او اوقافو اداره د هغو کسانو، چې د بیت الله زیارت ته ځي، د هویت په اړه د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکوي.

طالب او ازبکستاني چارواکي پر سوداګریزو اړیکو او همکاریو غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر سردار عمرزاکوف سره د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانسپورت، ترانزیت، د ترمذ – مزرشریف- کابل او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ او د دوو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لار نقشې پر وروستي کېدو خبرې وکړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا خبرې د ویدیو کنفرانس له لارې پرون وشوې او په لړ کې یې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر وویل، هېواد یې د پټلۍ د نهايي کولو په اړه د غونډې رابللو ته چمتو... Читать дальше...

پاریس کې لسګونه کډوال د موټرو له یوې اډې بل ځای ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پولیسو کابو ۲۰۰ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، پاریس ته نږدې د موټرو له یوې اډې بل ځای ته ولېږدول. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کډوال ۵ میاشتې پخوا دلته مېشت شوي وو. په دوی کې یو هم محمد داوود دی. هغه وايي: «موږ ته دلته روغتیايي او ټولنیز خدمات نه راکول کېږي. هېڅ شی نه لرو. نو ښه ده چې پولیس مو یوه کمپ، کور یا بل ځای ته یوسي.» تر دې مخکې په فرانسې کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ویلي وو،  چې اروپايي اتحادیې ته د اوکرایني کډوالو له راتګ سره د دې اتحادیې د غړیو هیوادونو پام له افغان کډوالو اوښتی دی.

د اوکراین ولسمشر: روسي پوځیان د خارکییف له ځینو سیمو په شا تمبول شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د ولسمشر دفتر پرون د دغه هېواد د جګړې په دوه اویایمه ورځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په تدریجي ډول روسي پوځیان د خارکییف له یو شمېر سیمو څخه په شا تمبولي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په خپله تایید کړې، چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د خپل هېواد دوهم ستر ښار خارکییف د روسیې له پر له پسې بمبارویو خوندي کړي. ده په عین حال کې ویلي، چې اوکراینیان باید ناببره خپلې هیلې ډېرې زیاتې نه کړي.

Спорт в России и мире
Москва

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Теннисист Рублев объяснил, почему проиграл сет в первом круге "Ролан Гаррос"


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

МегаФон добавил инноваций системе экомониторинга в Череповце





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об историческом минимуме уровня безработицы в России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко назвал рецепт своего фирменного салата "Молодость", которым угощал Путина в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Столтенберг решил не встречаться с Зеленским в Брюсселе


Навальный в России и мире
Москва

Адвокатам Навального продлили арест



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

В "Зарядье" пройдет премьера спектакля Хабенского и Бутмана



Москва

Промипотека: новые правила, оставляющие старые вопросы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net