د افغانستان د پولیسو یو پخوانی قومندان اکرام الدین سریع په تهران کې وژل شوی دی
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پولیسو یو قومندان جنرال اکرام الدین سریع د ایران په پلازمېنه تهران کې وژل شوی دی. هغه ته نژدې سرچینو او د ملي مقاومت په نوم جبهې د سریع وژنه تایید کړې او ویلې یې دي چې د ډزو دغې پېښه کې چې تېر ماښام شوې د سریع یو ملګری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی. جنرال سریع د پرزیدلي جمهوري نظام پر مهال د تخار او بغلان امنیه قومندان پاته شوی او د طالبانو مخالفه څېره وه. هغه د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ایران ته ولاړ او په دې وروستیو کې یې په تهران کې د نورو پخوانیو افغان پوځیانو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې کار کاوه. Читать дальше...
