د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: د پښتو ژبې تاريخ او ننګونو ته کتنه
د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. Читать дальше...
