یو افغان خبریال: په افغانستان کې له سانسور پرته خبریال د مرګ خطر سره مخ کېږي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې مسوولې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خبریالانو لپاره دې داسې شرایط برابر کړي چې په ازاده توګه د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکړي. یو شمېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه کار کوي وايي، له سانسور پرته حقایق او پېښې نهشي راپور کولی. د تخار ولایت یوه سیمهییز خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "هغه خبريالان چې د افغانستان دننه کار کوي، نهشي کولای پېښو ته لکه څنګه چې واقعيت دی، انعکاس ورکړي، ځکه اطلاعات سانسورېږي... Читать дальше...
