په نايجريا کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي
د نايجريا په شمال کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پېښې په تېرو څو ورځو کې په کادونا ايالت کې شوي دي. د ايالت د پوليسو يوه چارواکي احمد عبدالرحمن نن وويل چې په کاسوان مګاني سيمه کې د اخ و ډب پر مهال ٢٢ کسان نيول شوي هم دي. چارواکو په ښارګوټي کې د څو ساعتونو لپاره ګرځ-بنديز اعلان کړى دى. محلي رسنۍ وايي دغه اخ و ډب تېره پنجشنبه په يوه مارکېټ کې د دوو مخالفو مذهبي ډلو ترمنځ پيل شو. ولسمشر محمد بخاري وويل، هېڅ کلتور او مذهب د ژوند د تقدس بې احترامي نه کوي. Читать дальше...