روسي چارواکي په چیچنیا کې د درې جلا حملو په اړه پلټنه کوي
روسي چارواکي وایي چې د هغو درې جلا حملو په اړه پلټنه کوي چې په نتیجه کې یې د شمالي قفقازد چیچنیا په سیمه کې څو پولیس ټپیان شوي دي. د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو حملو مسولیت په غاړه اخیستی. خو د کرملین ملاتړي د چیچنیا د جمهوريت مشر رمضان قادروف ردکړې چې ګنې د دوشنبې د ورځې دغه حملې دې د داعش وسله والو کړې وي. قادروف وویل، دغه سخت دریځه ډله د دې جمهوريت په ټولنه کې ملاتړ نه لري. د چیچنیا د کورنیو چارو وزیر جمبولات عمروف Dzhambulat Umarov وویل، د حمله کونکو ترټولو ځوان یې یولس کلن او ترټولو زوړ یې اولس کلن و. Читать дальше...
