روسيه: سوريه کې دې ايران پلوه ځواکونه د اسرائيل پولې سره پاتې وي
روسيې پېشنهاد کړى چې په سوريه کې دې ايران پلوه ځواکونه د اسرائيل د پولې په ۱۰۰ کېلو مترۍ کې پاتې وي. د رسنيو د راپورونو له مخې مسکو له واشنګټن او تلابيب سره د اسرائيل د امن د تضمين لپاره د يوې موافقې پر اساس په سيمه کې د دغو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده. د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي دا پېشنهاد د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو سره په پرونۍ کتنه کې مطرح کړ. دا خبر د اسرائيل يوه ټلوېزيون او غربي رسنيو د اسرائيلي چارواکو په حواله خپور کړى دى. Читать дальше...
