یونېسف: د افغان ماشومانو لپاره ۲۰۲۱ زېږدیز کال، سخت کال و
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانانو په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره ۲۰۲۱میلادي کال سخت کال و.
په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو متخصص، سلام الجنابي، پرون ازادي راډیو ته وویل، د وروستیو میاشتو تحولاتو افغان ماشومان ډېر اغېزمن کړي: "د ۲۰۲۱میلادي کال د اګسټ میاشتې تر تحولاتو وروسته وضعیت ډېر خراب شو، ځکه کورنۍ ونه توانېدې چې د خپلو ماشومانو اساسي اړتیاوې هم پوره کړي. روغتیايي خدمات، د تغذیې او پوهنې چارې هم ګډې وډې شوې."
الجنابي ۲۰۲۲میلادي کال چې نن یې لومړۍ ورځ ده، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ناوړه بولي.
یونېسف وايي، په دغه کال کې به شااو خوا درې میلیونه او دوه لکه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخامخ وي.