د افراطي ډلو د حملو له کبله موزمبیق کې ۴۰۰۰ کسانو خپلې مېنې پرېښي
په موزمبیق کې نږدې ۴۰۰۰ کسان مجبوره شوي چې د یوې میاشتې په موده کې د افراطي ډلو د حملو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شي. دغه حملې په نیاسا ولایت کې زیاتې شوي چې د یوه حکومتي چارواکي په خبره د کابو دیلګادو څنګ ته پروت دی. کابو دیلګادو چې په تېلو غني ولایت دی، په تېرو څلورو کلونو کې د افراطي وسله والو د فعالیت عمده مرکز ګڼل کېده، خو په وروستیو اوونیو کې افراطي وسله والو خپلې حملې پر نیاسا متمرکزې کړي. د موزمبیق په نیاسا کې د حکومت یوه ویاند فیلیسمینو پاتریکیو د فرانسې خبري اژانس ته وویل، تر... Читать дальше...