د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې څېړلې دي. دا چې په ۲۰۲۳ز کال کې په قبايلي سيمو کې د امنيت، اقتصاد او سياست له پلوه کوم پرمختګونه وشول او په ۲۰۲۴ز کال کې څه امکانات شته؟ په دې اړه تفصیل په ویډیويي بحث کې وګورئ.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلې دی.
په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.
د کاربنديز له امله یې د کوټې ښار د سریاب سيمې ترڅنګ په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، وډ او يوشمېر نورو سيمو کې دوکانونه ترل شوي او په بازارو کي د خلګو ګڼه ګوڼه کمه ده.
جان محمد ۴۵ کاله په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تر تېرولو وروسته بیا کډه بار کړې او افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، د مهاجرت کارډ لري او په بلوچستان کې هېچا نه دی ځورولی خو د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر وېرولی او نه غواړي چې نور په پاکستان کې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ کسان یې لېږدولي دي. نور په ویډیو کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.