کابل بريد: ۲۹ کسان وژل شوي دي
د افغانستان کورنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ نني بريد کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان کورنيوو چارو وزارت وايي په کابل کې د عامه ګټو وزارت پر ودانۍ نني بريد کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن له حکومته غوښتي چې د غېب کړل شوو خلکو مسله دې سنجيده وګڼي او تر موندنې وروسته دې يې عدالتونو ته حاضر کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د چین او پاکستان په دوستۍ خوشاله دی خو غواړي چې بیجنګ نه یوازې د کابل و اسلام اباد د اړیکو په ښه کولو کې رول ولوبوي بلکې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هم کار وکړي. دا خبره نوموړي د چین له یوه ټېلېوېژن سره په مرکه کې کړې چې رویټرز خبري اژانس د ډېسېمبر پر ۲۴مه خپره کړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان اپوزېشن ګوند، پيپلز پارټۍ سپريم کورټ ته د تحقيقاتي ډلې يا جی، آی، ټي هغه رپورټ پر تعصب ولاړ بللی چې پکې د دې ګوند پر شريک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د تورو پېسو مينځلو يا مني لانډرينګ تور پورې شوی دی.
په پاکستان کې د احتساب یوه عدالت د ډېسېمبر پر ۲۴مه پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د درغلۍ په یوه قضیه کې د اووه کاله د بند سزا واوروله او په بله هغه کې یې نوموړی خوشې کړ. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کابل د پولیسو یوه مشر محمد سالم احساس مشال راډيو ته وویل، د ډېسېمبر ۲۴مې شاوخوا درې بجې وسله والو له وزارت سره چاودنې وکړې
یوه بل چارواکي سي این این ته ویلي چې د دفاع تلونکي وزیر جېمز میتیس هاغه فرمان لاسلیک کړې.
په اندونيزيا کې د سمندري توپان يا څونامي کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
شریف چې ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې عدالت ته ورسېد نو سمدستي قاضي ارشد ملک فیصله واوروله او امر یې وکړ چې نوموړی دې د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي نن په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د خارجه وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.