د چترال د پولیسو مشر فرقان بلال د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې په ارندو سیمه کې وسله والو یو سکول په بارودو تبا کړي خو ځاني تلفات نه دي اوړېدلي ځکه چې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د سهار په پېنځو بجو رامنځ ته شوې ده.
د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه کې مو، په خوست کې د سولې لپاره د مشاعرو له لړۍ خبروو، انیس بشیر د جلال اباد پر دیوالونو انځورګري کوي، وحیدالله قرار په سوات کې پر یو نوي چاپ شوي کتاب تبصره وړاندې کوي او د رابندرنات ټیګور د یوې لنډې کیسې پښتو ژباړه هم اورېدلی شئ.
د انډونیشیا چارواکي وايي په سولاویسي جزیره کې زلزلې او د هغې په نتیجه کې راغلې څونامي له وجې د مړو شویو کسانو شمیره ۸۳۲ ته رسیدلې او د دې شمیرو د زیاتیدو امکان دی.
د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په کلنۍ وینا کې پر یو بل د ترهګرو او ترهګرۍ د ملاتړ تورونه پورې کړي دي. دواړه هېوادونه اکثر په دې نړیواله غونډه کې پر یو بل د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې کوي. ویډیو وګورئ.
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته پیغام لري چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق چارواکي چې له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې دي، له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دي.
نذیر وايي "که دې وزیر صاحب له ترهګرو سره ملاقات کړی وي" نو کېدای شي چې د تحریک انصاف مشرانو په صوبه کې د "سختدریځو د پلویانو د ووټونو تر لاسه کولو لپاره" دا کار کړی وي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د پرایمري سکولونو په تعلیمي نصاب کې د بدلون راوستلو سره سم د استادانو د روزنې لړۍ پیل کړې ده. د غو ښوونکیو ته د انټرنېټ له لارې ان لاین یا پر لیکه زده کړې ورکول کېږي.
د پاکستان بهرنيوو چار وزير شاه محمود قريشي د سپتمبر په نهه ويشتمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وويل چې که هند پر لاين آف کنټرول پر پاکستان د محدودو حملو کولو په فکر کې وي نو پاکستاني ځواکونه به ورته او سخت ځواب ورکړي.
د پاکستان بهرنيوو چار وزير شاه محمود قريشي د سپتمبر په نهه ويشتمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وويل چې که هند پر لاين آف کنټرول پر پاکستان د محدودو حملو کولو په فکر کې وي نو پاکستاني ځواکونه به ورته او سخت ځواب ورکړي.
د هند يو وګړي له ټولې نړۍ سيکي او کرنسي راغونډوي. د اياز پيټېل کيسه د ملحيه اميرزاده په ويډيو کې وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.