کرکټ: افغانستان ويسټ انډيز مات کړ
افغانستان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د شپږو غوره ټیمونو په پنځوس اووریزه لوبو کې لومړۍ لوبه له ویسټ انډیز وګټله. دا لوبه پرون د زمبابوې په هراری کې وشوه.
افغانستان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د شپږو غوره ټیمونو په پنځوس اووریزه لوبو کې لومړۍ لوبه له ویسټ انډیز وګټله. دا لوبه پرون د زمبابوې په هراری کې وشوه.
مشال راډيو ته د مارچ په پنځسلمه رسېدلی يو سند ښيي چې د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور د ډپټي کمشنر دفتر په حکم د ملګرو ملتونو له خوا تر بندېز لاندې جماعت الدعوه ډلې پېښور مرکزي دفتر تړل شوی دی.
مشال راډيو ته د مارچ په پنځسلمه رسېدلی يو سند ښيي چې د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور د ډپټي کمشنر دفتر په حکم د ملګرو ملتونو له خوا تر بندېز لاندې جماعت الدعوه ډلې پېښور مرکزي دفتر تړل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا چارواکي پر سوشل مېډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو خپرې شوې هغه اوازې بې بنياده بولي چې وايي د پېښور کمشنر د دفعه ۱۴۴ په لګولو سره کرفيو يا ګرځبندېز عملي کړی او په دې توګه غواړي د پښتون تحفظ غورځنګ د راتلونکې جلسې مخه ونيسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پنجشنبې په ورځ په بنو کې د پولیسو د هغو رپوټونو پرضد احتجاج کړی چې په ږوب، کلاسیف الله او کوټه کې د دوی پر ملګرو درج شوي دي. تفصل یې په دې ویډیو کې وګوئ
د پاکستان سپريم کورټ د مارچ په پنځسلمه د کورنيوو چارو پر وزير مملکت طلال چوهدري فردم جرم عايد کړ. پر هغه د عدالت د سپکاوي تورونه وو. چوهدري د جنورۍ په مياشت کې يو تقرير کړی وو. هغه خپلو مينه والو ته ويلي وو چې د مسلم لېګ (ن) ګوند سياستوالو پر ضد فېصلې اورونکي قاضيان له عدالتونو راوباسئ.
وصال وايي، هڅه کوي د خپل بابا د ښه نوم په خاطر د پښتو موسيقۍ په برخه کې زيات زيار وباسي او ښکلې سندرې جوړې کړي.
دولس کلنه نورزیه د ننګرهار د چپرهار ده. شپږ میاشتې مخکې د کلي مخامخ یوه غونډۍ کې د بم په چاودنه يې دواړه پښې پرې شوې. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې دوه ماشومان پیدا شوي چې تنې یو ځای او سرونه یې جلا دي. د ماشومانو پلار وايي، له ډېرې مودې وروسته ورته خدای اولادونه وکړي او خوشاله دی.په دې اړه دغه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د خوست د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې د یاد ولایت د ځينو سیمو اوسیدونکي لا هم په خپلو نږدې ځایونو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او له ستونزو سره مخامخ دي.
د شمالي وزیرستان د سکولونو زده کونکي وايي له عملیاتو وروسته د دوي په زده کړو کې ښکاره بدلون راغلی دی.
د خېبر پښتنونخوا په بېلا بېلاو سیمو کې د ځايي مارغانو شمیره کمه شوې ده خو شفیق الله باچا د مارغانو د ژغورنې لپاره په خپل شوق هڅې کوي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال هاشم خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په ترکیه کې ښځې هم د اور وژنې اداره کې کار کوي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریالې ماه وش جلیل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د پنجاب صوبايي اسمبلۍ د چارشنبې پر ورځ د سيکانو د واده د رجسټرېشن قانوني مسوده منظور کړه. دا لومړی ځل دی چې د سيک انند کراج مېرج اېکټ ۲۰۱۷ په نامه دغه قانوني مسوده د پاکستان يو صوبايي اسمبلۍ منظوروي. د دې قانون له پلي کولو وروسته به په پنجاب کې مېشت سيکان وکولای شي چې خپل ودونه راجسټر کړي او نکاح نامې جوړې کړي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په دې اړه په خېبر پښتونخوا کې د سيک ټولنې له مشر چرن جيت سينګ سره مرکه کړې او په سر کې په پنجاب اسمبلۍ کې د دې بل د منظورېدو په اړه د هغه غبرګون پوښتلی دی.
ایمنسټي انټرنیشنل په روسیه تور پورې کړې چې روانه اونۍ کیدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې يې د سیاسي فعالانو پرضد سخت ګامونه پورته کړي دي او د هغوی په غیرقانوي نیولو سره يې په منظمه توګه د هغوی حقونه د خپو لاندې کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د مالاکنډ د وکیلانو اتحادیې په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو د حکومتي مقدمو پر ضد د احتجاج اعلان کړی دی.
ایران د روسیې د انرژۍ له یو فرم سره د ۷۴۲ میلیونه ډالره لوظنامه لاسلیک کړې ده.
په امریکا کې په لسګونو زره زده کوونکي د احتجاج په توګه له سکولونو راوتلي او د کانګرس د غړیو نه يې د اسلحو پر ضد د سختۍ قانون سازي غوښتنه کړی ده.
د پاکستان د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نژدې په رايونډ کې بمي چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او ۱۹ یې نور ټپي کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.