په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه روانه ده
جلسې ته ګڼ خلک او د سازمانونو استازي او مشران ورغلي دي. د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې، د هزاره ډېموکریټېک پارټۍ غړي او مشران، د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو څخه خلک او د اسلام اباد د قایداعظم او اسلامي پوهنتون زده کوونکي د ډلو په صورت کې نن د جلسې ځای ته رسېدلي دي.