یوناما؛ افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي، یوناما وایي، افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما تازه دوشنبه د حمل ۳۱مه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې د پایلو د مدیرت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.
محمد جان د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو یې کور نړولی او اوس له سرپناه پرته په خیمه کې ژوند کوي.
هغه چې په خبره یې اووه کسیزه کورنۍ لري تراوسه ورسره د پام وړ مرسته نه ده شوې.
محمد جان دوشنبه د حمل ۳۱مه ازادي راډيو ته وویل، "زموږ کور ویجاړ شو، د کور ټول وسایل مو سېلاب یوړل، تراوسه موږ سره هېڅ د پام وړ مرسته نه ده شوې، تاسو ګورئ چې موږ په خیمه کې اوسېږو، په لوږه او تنده دلته پراته یو."
دا په داسې حال کې ده چې د روانې حمل په ۶مه په افغانستان کې د اورښتونو او خونړیو سېلابونو پیل شوې پسرلنۍ څپې په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان زیانمن کړل.
د بغلان د پخلمري ولسوالۍ د ډنډغوري سیمې یوه اوسېدونکي ګل اغا ازادي راډيو ته وویل د دوی په سیمه کې سېلابونو ان د دوی د پاکو اوبو شبکې له منځه وړي او اوس مهال خلک د پاکو اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ګل اغا ازادي راډيو ته وویل، "دلته خلک ډېر ځپل شوي دي، خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته په پراخه کچه مالي زیانونه اوښتي دي، دغه راز سیلابونو ژورې څاه ګانې له منځه وړي دي او خلک د پاکو اوبو د پیدا کېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، موږ له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي."
که څه هم د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د ملي ادارې ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي دي، خو د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ یوه سېلاب ځپلي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې بسنه نه کوي.
"دا درې ورځې کېږي چې موږ سره مرستې یو څه شوې دي، خو دا بسنه نه کوي، زموږ سړکونه ویجاړ شوي دي، زموږ سربندونه ویجاړ شوي دي، کورونه مو له منځه تللي دي او تر ټولو مهمه داده چې پاکې اوبه نه لرو، دلته په درېیو قریو کې اوس مهال یوه جوړه څاه لرو چې ټولو ته اوبه نه شي برابرولی."
دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما دوشنبه د حمل ۳۱مه په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه دا د نړۍ تر ټولو زیان منونکی او د لږ چمتو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
یوناما ویلي دې وضعیت ته په کتو یې د ساموېل هال څېړنیز بنسټ سره په ګډه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د سیمینارونو یوه لړۍ پیل کړې څو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانانو نظرونه او ننګونې وڅېړي.
په رايور کې راغلي چې دوی په دغو سیمینارونو کې چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.
د یومانا د راپور له مخې چې د دغه انلاین ناستو ګډون والو د بحران په بېړني حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نږدې ۷۰ سلنه افغانان د خپل ژوند د لګښت لپاره پر کرنه تکیه کوي، خو د اقلیم بدلون، وچکالۍ او د موسمونو ګډوډۍ کرنه زیانمنه کړې ده.
د یوناما په راپور کې دغه راز راغلي دي چې له همدې امله میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي، په ټول هېواد کې د اوبو کمښت زیات شوی او د پلازمېنې کابل په څېر په یو شمېر ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبه هم کمې شوې دي.
یوناما ویلي، په دې بحثونو کې دا هم ویل شوي چې د اقلیم بدلون د خلکو د بېځایه کېدو یو مهم لامل دی، ځکه چاپېریالي ستونزې خلک اړ باسي چې خپلې سیمې پرېږدي او ان نورو هېوادونو ته کډه شي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د راپور له مخې چې په افغانستان کې ناڅاپي او غیر متوقع سېلابونو د خلکو ژوند، کورونو او و سایلو ته زیانونه اړولي او د خلکو ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.
افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې بلل کېږي، وخت ناوخت په کې سېلابونه، زلزلې او سخت اورښتونه خلکو ته زیانونه اړولي.
د طالبانو حکومت ویلي د حمل له ۶مې تر ۲۳ مې د طبیعي افاتو له امله ۱۸۹ کسان مړه شوي او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.
