Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30

ایا اورپا ته د تګ په موخه مو قرض او پور کړی؟

0

یو شمیر افغانۍ کورنۍ وایي هېواد کې بد اقتصادي وضعیت او بې کارۍ اړ ایستي چې بهر ته کار لپاره د خپل اولادونو استولو ته له خپلوانو او دوستانو پور واخلي.

خو دوی زیاتوي چې په دې سره یې نه یوازې دا چې ستونزې نه دي حل شوي بلکې لا زیاتې شوې هم دي.

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن ګل محمد دی، چې وایي د ښه اقتصاد او راتلونکي جوړولو په هیله یې بهر ته د زوی استولو لپاره له کلي او خپلوانو پیسې پور کړې خو په خبره یې، زوی یې له نیمې لارې بیرته راوګرځول شو، شدید ناروغ او پور یې نه یوازې دا چې خلاص نه شو بلکې پرې اضافه هم شو.

ګل محمد ازادي راډیو ته وویل چې د عصمت په نوم ۳۵ کلن زوی یې شا اوخوا شپږ میاشتې مخکې ترکیې ته په قاچاقي توګه روان و چې ایران کې غلو ته په لاس ورغلی او سخت یې وهلی و.

دی زیاتوي چې یوه پښه یې ورماته کړې وه چې ورسته یې بیا پښتورګو هم کار پرېښود او د درملنې لپاره یې دی، د نورو پیسو پور ته هم اړ شو.

"دلته د ډېرې غریبې له وجې مې یو زوی بهر ته ولېږه، ایران کې پوله کې یې نیولی و او سخت وهل یې ورکړي وو،غلو نیولی و، خو چې دلته راغی د پاڅېدو نه و، بیا مو پېښور ته واړوه ځکه ګردې یې ختمې شوې، او ډېر تاوانونه مو وکړل، اوس دلته کلي کې راسره پورت دی، بیا تقریبا ۲۵لکه کلدارې مې پرې ولګولې او د نګور مې لږ سره زر وه هغه مې وپلورل، نو اوس تقریبا درې نیم لکه افغانۍ پور راباندې پاتې دی."

ده وړاندې زیاته کړه چې بهر ته یې د زوی لېږلو او بیا تر هغه وروسته درملنې لپاره یې ټولې لس نیم لکه افغانۍ پور کړې وې چې د پور ورکوونکو د فشارونو له زیاتېدو وروسته یې هم کرنیزه ځمکه چې د دوی ورځنی ژوند پرې چلېده، خرڅه کړې او اوس له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

"زموږ وطن کې داسې ده چې پور بیرته په خپل وخت خلاص نه کړې بیا درباندې اضافه کوي یې، موږ چې چا ډېر تنګولو، د هغوی قرض مې ور خلاص کړ، خو دا نورې چې راباندې پاتې دي چې راشي وایي څنګه چل شو، زه ورته وایم چې خیر دی الله به خیر کړي، الله به دا ستا قرض هم خلاص کړي چې بده رویه راسره ونه کړې، ځکه زوی مې اوس کار نه شي کولای، پښه یې فلج شوې، دا پرون مو هم دلته د غني خېلو کلنیک ته وړی و او دوا یې ورکړه، ګردو یې کار پریښی په امسا ګرځي، پټي مو خرڅ کړل او اوس پردۍ دهقاني کوم."

ګل محمد وایي چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو په ګډون اوس د عصمت د ۹ کم عمره اولادونو او د مېرمنې د ساتنې مسوولیت هم ورغاړې دی ځکه په خبره یې عصمت نور د کار کولو توان نه لري او نورې اقتصادي سرچینې یې هم له لاسه تللي دي.

دا یوازې د عصمت د پلار ګل محمد کیسه نه بلکې په افغانستان د وروستي بشري وضعیت او پراخې بې وزلۍ له امله چې د بېلابیلو نړیوالو بنسټونو راپورونه یې په اړه موجود دي د ستونزو په یو څه کمي او زیاتي سره د ډېریو افغان کورنیو کیسه ده.

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او بې برخلیکه راتلونکي له امله ډېری کورنۍ اړ کېږي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.

دوی اکثرا دا پورونه بهر ته د کورنۍ د غړو لېږلو، ودونو، درملنې، بېړنیو پېښو، حتی ورځنیو لګښتونو او بېلابېلو نورو ستونزو د حل لپاره کوي.

دې پوروړ کې ډیره برخه راستنه شوي کډوال هم دي.

د ملګروملتونو پراختیايي ادارې یو ان ډي پي د تېر لمریز کال په عقرب میاشت کې ویلي وو، له نیمايي ډېر راستانه شوي کډوال د دې لپاره چې څه وخوري له خپلو روغتیايي خدمتونو تېرېږي او ۹۰ سلنه یې پوروړي دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net