دامریکا دفاع وزیر ایران ته خبرداری ورکوي چې که هوکړه و نه کړي نو تاسیسات به یې بمبارد شي
د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که ایران یوه هوکړه ونه کړي، له محاصرې او د بنسټیزو تاسیساتو له بمبارد سره به مخ شي.
پیت هگست د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په دفاع وزارت پنتاګون کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په منځني ختیځ کې امریکایي ځواکونه په داسې موقعیت کې دي چې که ایران د سولې تړون ونه کړي، نو پوځي عملیات به بیا پیل کړي.
هغه ایراني چارواکوته په خطاب کې وویل: «لکه څنګه چې زموږ مرکچیانو ویلي، تاسو کولی شئ یوه روښانه راتلونکې او یو طلایي پل انتخاب کړئ، او موږ هیله لرو چې دا به د ایران د خلکو لپاره ترسره کړئ.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د ایران سمندري محاصره، چې د حمل په ۲۴ مه پیل شوې، تر هغه وخته به دوام وکړي چې اړتیا وي.
هغه خبرداری ورکړ: «که ایران ناسم انتخاب وکړي، نو له محاصرې او د برېښنا او انرژۍ د بنسټونو له بمبار سره به مخ شي.»
په اسلام اباد کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د حمل په ۲۲مه ترسره شو، خو کومې پایلې ته ونه رسېد. پاکستان هڅه کوي چې دواړه لوري د راتلونکو خبرو لپاره قانع کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اعلان شوی اوربند به تر شپږو نورو ورځو پورې دوام لري.
