د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان د طالبانو د جزايي اصولنامې د لغو کیدو غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طالبانو «د محاکمو جزایي اصولنامه» به د افغانستان د خلکو اساسي حقونه نور هم کمزوري کړي.
دغو کارپوهانو په یوه لیک کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په مشرۍ لیکل شوی، له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
په دې لیک کې، چې بنیت د پنجشنبې په ورځ (۲۷ حمل) په ایکسپاڼه خپور کړی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ته لیکل شوي چې دا فرمان له نړیوالو حقوقي معیارونو سره برابر نه دی او ښايي د عادلانه محاکمې حق، د قانون پر وړاندې برابري او له شکنجې څخه خوندیتوب تر پښو لاندې کړي.
د کارپوهانو په وینا، د شفافیت نشتوالی، د جرمونو مبهم تعریف، او د ځینو بدني سزاګانو اجازه جدي اندېښنې دي. هغوی همدارنګه د اعدام د سزا د زیاتېدو او پر ښځو او زیانګالو ډلو د دې فرمان د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی.
طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي وو چې د دوی په قوانینو کې داسې هېڅ ماده نشته چې د اسلامي شریعت خلاف وي.
