Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

د حامد کرزي وروستیو څرګندونو بېلابېل غبرګونونه پارولي

0
په زور د طالبانو د حکومت د نه نسکورولو په اړه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي څرګندونو د مدني فعالانو او مېرمنو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.


د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې چې د 'کیودو' جاچان خبري اژانس سره په مرکه کې یې ویلي، د طالبانو حکومت باید په زور ړنګ نه شي، د مدني فعالانو او ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.


نوموړي په دې مرکه چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې د طالبانو حکومت باید د زور له لارې ړنګ نه شي، بلکې د سوله‌ییزو بین الافغاني مذاکراتو له لارې یې په پالیسیو کې اصلاحات راوړل شي.


کرزي په دې خبرو کې ټینګار کړی چې نه د نظام د سقوط او د شخړو پلوي نه دی او په خبره یې دا به د افغانستان وضعیت له نن هم خراب کړي.


د کرزي دغو څرګندونو د مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو تر منځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.


د ښځو د حقونو یوې فعالې ازیتا نظيمي ازادي راډيو ته وویل چې د کرزي څرګندونې دا ډول څرګندونې په يو ډول له طالبانو ملاتړ دى.


نوموړې زیاتوي چې کرزي له پخوا څخه تر ننه پورې طالبان ورونه بللي دي.


هغه زیاتوي: "تر هغه وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل ښځه اوسېدل جرم ګڼل کېږي. ښځو ته د سفر، کار او زده کړې اجازه نه ورکول کېږي. همدا اوس د طالبانو په زندانونو کې زرګونه کسان شکنجه کېږي، بندیان دي او ځوانان په ډزو وژل کېږي. دا ټول د ښاغلي کرزي د طالب د پالنې پایله ده."


په ورته وخت کې يوې بلې ښځينه فعالې ترنم سعيدي هم رسنيو ته يوه ويډيو لېږلې او ويلي يې دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوې او دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده.


خو حامد کرزي د نجونو پر تعلیم ټینګار کړی او دا یې د یوه قانوني حکومت لپاره مهمه ګڼلې ده.


خو د پوهنې د برخې فعالې مرضیې حفيظي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل چې کرزی یو له هغو کسانو دی چې شرایطو ته په کتو خبرې کوي، او زياتوي چې نوموړي له طالبانو دفاع نه ده کړې.


حفیظي وویل: "زه فکر کوم که طالبان دا بندیزونه لیرې کړي، هېڅ اړه به کومه ستونزه به نه وي."


ليکواله او د ښځو د حقونو فعاله بتول حيدري هم ورته نظر لري.


هغه وايي: "د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په کتو مونږ ټول بايد يوه لوری ولټو چې تاوتريخوالي او هغې لارې چې وضعیت بدتره کوي وتړي. خو دا بايد د دې لامل نه شي چې طالبانو ته فرصت په لاس ورکړو چې افغانستان کې تاوتريخوالى لا ډېر کړي او زمونو له موخې غلطه استفاده وکړي."


دا په داسې حال کې ده چې د حامد کرزي یو سلاکار شهزاده مسعود ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د حامد کرزي دریځ د پخوا په څېر دی او د ملي ډیالوګ له لارې د تفاهم رامنځته کول دي.




مسعود وویل: "په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړې ستونزه، دا یوه ملي ستونزه ده او باید د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي او له اوسني واکمن حکومت څخه هیله لرو چې د افغانستان د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي."


دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د تېرو جمهوري واکمنیو ګڼ شمېر پخواني چارواکي له افغانستانه ووتل، خو حامد کرزی په افغانستان کې پاتې شو او په ځلونو یې د نجونو پر زده کړو او کار د بندیز په اړه د طالبانو پر ځینو پرېکړو انتقادونه کړي دي.


د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ادعا کړې چې غواړي د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو د وسله‌والو طالبانو یو شمېر مخالفو ډلې هم ادعا لري چې طالبان پر خبرو باور نه لري او وسله‌والو فعالیتونو ته یې اړ کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net