په کندهار کې د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په کندهار د طالبانو د امینه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر تاییدوي چې یوه زړه سرګلوله نن ترغرمې وروسته د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اوسپنو په یوه دوکان کې چاودلې چې دغه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.
دا پیښه داسې مهال شوې چې د فغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې چې له ۱۹۸۸ راهیسې د ماین پاکۍ هڅې پیل شوې، تراوسه د جګړې پاتې څه باندې دیارلس میلیونه چاودیدونکي... Читать дальше...
د ایران پولیس د هغه وسله وال د نیول کیدو خبر ورکوي چې په تهران کې یې د دې هېواد پارلمان ته څېرمه ډزې کړې وې.
د ایران ایرنا خبري اژانس د راپورله مخې، دغه وسله وال له یوه ښکاري ټوپک سره ونیول شو.
د راپورونو له مخې، په دې پیښه کې چې انګیزه یې نده معلومه، چاته زیان نه دی رسیدلی.
دغه پیښه نن داسې مهال شوې چې د ایران پارلمان عمومي غونډه وکړه.
د ایران پرپارلمان په ۲۰۱۷ کال په یوه خونړي برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې داعش اخیستی و، په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې یو چارواکی خان جان الکوزی وایي، د تورخم لاره بیرته د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
نوموړي نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره له پاکستاني لوري سره د طالبانو د چارواکو د ترسره شویو خبرو په نتیجه کې بیرته پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغې دروازې تړل کیدل په تورخم کې د کمیسارانو له صلاحیته پورته و او په دې اړه باید د طالبانو او د پاکستان چارواکي پریکړه وکړي.
له دې مخکې پاکستان ویلي وچې یوازې هغو افغان ټرک چلونکو ته اجازه ورکوي... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالانو او د جبري لادرکو شویو کسانو د کورنيوو غړيو د نومبر پر ۲۰مه د يوه ورځني پرلت پر مهال د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې امنيتي ځواکونه دې د خلکو له ورکولو څخه منع کړي. نور تفصیل یې د راشد خټک په ويډيو راپور کې وګورئ.
جرمني له اوکراین سره د ۱،۳ میلیارد یورو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه چې د هوايي مدافعې یو ځواکمن سیسټم هم او د توپچي مهمات هم پکې شامل دي.
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس Boris Pistorius نن- د نوامبر ۲۱ مه په کییف کې له خپل اوکرایني سیال رستم عمروف سره د کتنې پر مهال اعلان کړه.
جرمني چې له متحدوایالاتو وروسته له اوکراین سره په پوځي برخه کې تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی مخکې هم اوکراین ته د هوايي مدافعې IRIS-T ډوله سیسټم چمتو کړی او وروستی ځل یې تېره میاشت وروسپاره.
پیستوریوس نن سهار... Читать дальше...
له پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو د ایستلو د اندېښنو په لړ کې د افغان څارنوالانو ټولنې د ښځو کمېټې د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې د هغو ښځینه څارنوالو چې د افغانستان په مخکېني جمهوري حکومت کې یې کار کړی، د خپل ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د دې ټولنې غړو په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مسلې ښځينه څارنوالانې ډېرې اندېښمنې کړې دي.
په پاکستان کې د افغان څارنوالانو د ښځو کمېټې غړې ماریا صافۍ ازادي راډيو ته وویل:
"د هغو اقتصادي ستونزو ترڅنګ چې موږ څارنوالانو... Читать дальше...
د دوشنبې په شپه د بادغیس او هرات په ګډون د افغانستان لوېدیځ ولایتونه یو ځل بیا د زلزلې شاهدان وو.
د هند د زلزلې ملي مرکز (NCS) په خپله ايکسپاڼه کې لیکلي چې د دې ۴.۱ درجې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت مرکز قلعهنو ښار ته څېرمه د ځمکې په ۷۳ کیلومترۍ کې ژور و.
که څه هم په بادغیس او هرات کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د دغې زلزلې د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نهدي ورکړي، خو د سيمې یو شمېر اوسېدونکي چې کورونه یې د اکتوبر میاشتې د زلزلې له امله زیانمن شوي، وايي چې د دوشنبې د شپې زلزلې د دوی نسبي ارامي هم ګډ وډه کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې د ورېدو او د تېز ورښت له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه د هواپېژندنې د ادارې خبرپاڼه خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا د لیندۍ په لومړۍ نېټه او بل سبا پنجشنبې د هرات، غور، بدخشان، تخار، کندز، بامیان او پنجشېر په ګډون د هېواد د اتلسو ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې د واورې اټکل کېږي.
بیان زیاتوي چې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې له ۱۰... Читать дальше...
راپورونه وايي چې د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه په کندهار کې روانه ده.
په کندهار کې د طالبانو سرچینه چې نه غواړي نوم یې ښکاره شي، ازاذي راډیو ته وویل چې دا غونډه له پرون راهیسې پیل شوې او مشري یې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده کوي.
د دې غونډې په اړه ډېر جزییات نشته خو سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت ټول سرپرست وزیران او د خپلواکو ادارو مشران ګډون پکې لري.
د سرچینې په وینا په غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې د هغې غونډې... Читать дальше...
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO څانګه وايي له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر له زیاتېدو سره پر روغتیايي امکاناتو فشارونه زیات شوي دي.
WHO پر اېکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې د روغتیايي برخې عملیات له خنډ سره مخامخ شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له راستنېدونکو افغانانو سره په صحي برخه کې د مرستې لپاره یې له مرستندویو هېوادونو څخه د لس میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.
نړیوالو خیریه ټولنو د هغو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې چې پاکستان یې په جبري ډول ایستل د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې پیل کړل. Читать дальше...
د حماس افراطي ډلې مشر اسماعیل هانیه نن وویل له اسراییلو سره د اوربند احتمال نژدې ښکاري.
د هانیه څرګندونو دا هیلې راژوندۍ کړي چې لسګونه برمته شوي اسراییلي وګړي هم ښايي خوشې شي.
اسراییل، متحدایالتونه او قطر له څو اونیو راهیسې له حماس سره د برمته وو د خوشې کېدو په اړه خبرې کوي چې ښايي نتیجه یې په غزه کې موقت اوربند او دې تړانګې ته د بشري مرستو رسېدل وي.
حماس ډلې د اکتوبر میاشتې په اوومه د اسراییلو پر خاوره یرغل وکړ، ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل. د دې اسراییليانو د خوشې کېدو لپاره د... Читать дальше...
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته د رسنیو په ځانګړې توګه د تلویزیونونو لپاره ننګونې ډېرې شوې دي.
د دې ادارې مشر ظریف کریمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې له ۱۴۷ تلویزیوني چینلونو څخه ۷۷ یې تړل شوي دي.
ظریفي زیاتوي:
"نن د تلویزیون ورځ داسې مهال رارسېږي چې موږ ۵۲ سلنه تصویري رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله ځان سره نه لرو. هغه رسنۍ چې خپرونې یې بندې کړي، په کابل او ټول افغانستان کې دي."
نی بنسټ داسې مهال په افغانستان... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د تېرې جمعې په ورځ پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې کانتیرونو د خوشې هوکړه وکړه د پاکستان حکومت په يو تازه اقدام کې د بار وړونکو موټرو په وړاندې د تورخم دروازه په مشروط ډول وتړله.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه مسوول خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وويل، پاکستاني لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته شرط ايښی چې له ويزې پرته پر تورخم دروازه تګ راتګ نهشي کولی، خو نوموړی وايي مخکې د دواړه لوريو موټرچلوونکو پرته له ويزې تګ راتګ کاوه.
هغه د پاکستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هره ورځ د زرګونو هغو افغان کډوالو د راستنېدو شاهدان دي چې په پاکستان کې د ټولو شتو پرېښودو ته اړ کېږي او په ډېر بد وخت کې له خوړو، د راتګ راتګ او نورو سرچینو لرلو پرته افغانستان ته راځي.
په افغانستان کې د دې پروګرام مشرې هاشیويي لي ویلي، راستنېدونکي افغان کډوال بېوزله دي او یو داسې هېواد ته راځي چې درېیمه برخه یې په دې نه پوهېږي چې راتلونکې وخت خواړه به له کومه کوي او له یوه تیاره راتلونکي سره مخ دي.
مېرمن لي په یو ویډیويي کلیپ کې چې په افغانستان کې... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د جنسیت پر بنسټ د افغان نجونو او ښځو د ځورونې له امله له طالب مشرانو سره حساب و کتاب وکړي.
دې سازمان د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه د طالبانو لهخوا د ښځو د اعتراض ځپلو یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، د معترضو ښځو د بشري حقونو نقض د دوی څارنه ، ځورونه، خپلسرې نیول او شکنجه کول دي او په افغانستان کې د زدهکړو په ګډون میلیونونه نجونې د طالبانو د "ښځو ځپونکو" سیاستونو له امله له خپلو حقونو محرومې دي.
خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې... Читать дальше...
د امریکا پوځ د بګرام هوايي اډې د پرېښودو ویډیو دوه کاله او څلور میاشتې وروسته خپره کړې
امریکا د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲ مه بګرام دا اډه پرېښوده.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په یوه کمپایني غونډه کې ویلي چې لېواله دی په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته د یوه تړون په اساس بګرام اډه بېرته ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ډېر نامناسب وخت کې پیل کړې ده.
په افغانستان کې د WFP مشرې هسیاو وي په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره د کتنې پرمهال په یوه ویډیويي وینا کې چې پر اېکس شبکې یې خپره کړې، د لکونه افغانانو د جبري ایستلو پر ناوړه عواقبو خبرې کړي.
هغې ویلي چې له دې کډوالو څخه هرڅه هلته پاتې کېږي او دوی په داسې نامناسب وخت کې خپل هېواد ته راستنېږي چې نه کافي خواړه لري، نه نور امکانات او نه د استوګنې ځای.
مېرمن هسیاو وايي، تر ټولو د ډېرې اندېښنې... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې، ۵۲ سلنه ټلویزیونونه بند شوي دي.
نی د ټلویزیون د ورځې په مناسبت چې هرکال په نړۍ کې د نوامبر په ۲۱ مه نېټه لمانځل کېږي، د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ټلویزیون په تېرو دوو لسیزو کې د بیان د ازادۍ، خبر رسونې او د عامه ذهنیتونو د روښانه کولو په برخو کې خورا مهم رول ولوباوه خو سږکال دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د افغانستان له نیمايي ډېر ټلویزیوني چینلونه فعالیت نه لري. Читать дальше...
د حماس افراطي ډلې مشر اسماعیل هانیه وايي چې له اسراییلو سره د اوربند احتمال نژدې ښکاري.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.
د هانیه څرګندونو دا هیلې راژوندۍ کړي چې د اکتوبر په اوومه لسګونه برمته شوي اسراییلي وګړي هم ښايي خوشې شي.
اسراییلو تراوسه له حماس ډلې سره د ۲۴۰ برمته وو د خوشې کېدو په اړه د خبرو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
دا اسراییلي وګړي د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس په برید کې برمته شوي وو.
ویل کېږي چې ډېری یرغمل ملکي وګړي دي او یوشمېر ماشومان او زاړه خلک هم پکې دي. Читать дальше...
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس Boris Pistorius په یوه ناڅاپي سفر کییف ته رسېدلی دی څو له اوکراین سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړي.
له امریکا وروسته جرمني له اوکراین سره په پوځي برخه کې دوهم لوی مرستندوی هېواد دی.
ښاغلی پیستوریوس په داسې حال کې دا سفر کوي چې روسیې پر اوکراین د توغندیو او ډرونونو د حملو خونړۍ څپه پیل کړې او په ترڅ کې یې تر ډېره عامه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
پیستوریوس د کییف په مرکزي چوک کې د اعتراضونو د پیل د لسمې کلیزې په مناسبت د ګلو د ګېډۍ د ایښودلو پرمهال... Читать дальше...
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم لاره له دواړو لورو د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د تورخم د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله خبر ورکړی چې پاکستاني چارواکو دا دروازه نن غرمه هغه مهال په مشروط ډول وتړله چې له موټر چلوونکو څخه یې د ویزې او پاسپورت غوښتنه کوله.
کمیسار زیاتوي چې طالبانو هم متقابل اقدام وکړ او هغو پاکستاني ټرک ډریورانو ته اجازه نه ورکوي چې ویزې او پاسپورتونه نه لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخوانیو موافقو... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي هغه پاکستاني پښتانه چې د پنجاب پولیسو د افغانانو په نوم افغانستان ته لېږل، تر بایوميټريک وروسته، بیا خپلو سیمو ته ستانه کړل شول.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د جوړ کړل شوي کنټرول خونې ویاند لطیف الرحمان پرون مشال راډیو ته وویل چې د دغو کسانو شمیر ۹ دی. هغه زیاته کړه: "۷ کسان اوس او ۲ تر دې وړاندې داسې مخې ته راغلي چې پولیسو په غلطۍ سره د افغان کډوالو په شک نیولي او بیا یې تورخم ته لېږلي وو. خو هلته یې چې د ګوتو نښې واخیستل شوې نو معلومه شوه... Читать дальше...
په انګلستان (انګلېنډ) کې ډاکتران وايي، هغه کورنۍ چې د سینې د سرطان سابقه لري، باید ښځې یې په باقاعدګۍ سره معاینه وکړي چې د ناروغۍ مخنیوی یې اسان وي. هلته ډاکتران اوس د پاخه عمر لرونکو ښځو ته هغه درمل لیکي چې کارول یې د سینې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشرې میریانا سپولیریچ ( Mirjana Spoljaric) د حماس سخت دریځې ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.
حماس ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني، د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې په غزه او شاوخوا سیمو کې له اسراییلي ځواکونو سره په جګړه بوخته ده.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې د سره صلیب مشرې له اسماعیل هنیه سره دغه لیده کاته پرون په قطر کې کړي دي او د غزې د بشري وضعیت په تړاو یې خبرې کړي.
سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مشرې یې په همدې تړاو له قطري چارواکو سره هم لیده کاته درلودل. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د دویم پړاو مقدماتي سیالیو په دویمه لوبه کې نن شپه له کویټ سره ډګر ته ښکته کیږي.
فیفا ویلي چې دغه لوبه د افغانستان په وخت ماخوستن په نهه نیمو بجو د سعودي عربستان په دمام ښار کې کیږي.
افغان لوبډلې د دغو سیالیو لومړنۍ لوبه د نومبر په شپاړسمه نیټه قطر ته بایللې ده. قطر په هغې سیالۍ کې افغانستان ته ۸ ګوله ورکړل، خو افغان لوبډلې یوازې یو ګول وواهه.
د کویټ ملي لوبډلې هم د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له هنده ماتې خوړلې ده.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net