Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

غزه کې د حماس او اسراییل لندمهاله اوربند؛ نړیوال منځګړي یې د غځولو هڅې کوي

0
په داسې حال کې چې په غزه کې د موقت اوربند د پای ته رسېدو لپاره یوه ورځ پاتې ده، نړیوال منځګړي هڅه کوي چې هغه نور هم وغځوي.


نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکنی بریدونه ونه کړي.


د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي.


که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي.


د امریکا د ملي امنیت د ادارې یا 'سي آی اې' مشر ویلیام برنز او د اسراییل د استخباراتو د ادارې موساد مشر ډیویډ بارني هم پرون سې شنبې په قطر کې و چې د اوربند د غځېدو او د نورو یرغملو د خوشې کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.


قطر چې له حماس سره په خبرو کې یې مهم رول لوبولی، د دغو خبرو کوربه دی.


دغه راز ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به روانه اوونۍ له سیمې کتنه ترسره کړي او تمه کېده چې نوموړی به هم د اوربند د غځېدو لپاره هڅه وکړي.




اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو یرغمل شویو د آزادېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي که حماس د لسګونو نورو یرغملو خوشې کولو ته دوام ورکړي نو اوربند به وساتي.


خو د اسراییل بل لوی هدف به چې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل دي، ښایي ترلاسه نه شي.


د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې په تېرو څو ورځو کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې موقت اوربند ټینګ شوی، حماس تراوسه ۶۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، آزاد کړي دي.


پر دې سربېره حماس په دې موده کې نولس ټایلنډیان، یو فلیپیني او یو د اسراییل او روسیې دوه ګونی تابعیت لرونکی هم آزاد کړي دي.


دغه راز اسراییل هم له خپلو زندانونو ۱۸۰ فلسطیني بندیان چې ښځې او تنکي ځوانان دي آزاد کړي دي.


ګومان کېږي چې شاوخوا یونیم سل تنه به تراوسه له حماس سره یرغمل وي.


که د دغو یرغملو د خوشې کولو بهیر په اوسنۍ بڼه چې د ورځې شاوخوا لس تنه آزادېږي دوام وکړي نو اوربند کېدای شي دوه اوونۍ نور وغځېږي.


سخت دریځې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو په پراخ برید کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.


له هغې وروسته اسراییل پر غزې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي چې پر غزې د واکمنې حماس ډلې د روغتیا وزارت په وینا په نتیجه کې یې له ۱۳ زره او ۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې شاوخوا دوه دریمه برخه یې ښځې، ماشومان او تنکي ځوانان ښودل شوې دي.


اسراییل ویلي، له هغې راهیسې چې په غزه کې یې ځمکني عملیات پیل کړي، ۷۷ سرتېري یې وژل شوي او ادعایې کړي چې په زرګونو سخت دریځي یې وژلي، خو په دې اړه یې شواهد نه دي وړاندې کړي.


د ملګرو ملتونو په خبره د اسراییل د پوځي عملیاتو په نتیجه کې په غزه کې دننه له ۱،۸ میلیونو زیات کسان چې د دې محاصره شوې سیمې نږدې اتیا سلنه نفوس جوړوي، له خپلو سیمو بې ځایه شوي شوي دي.


په غزه کې چې وګړي یې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې له زښت زیات کمي سره مخ دي، د اوربند په ورځو کې پرېښول شوې چې په ورځ کې پر خوراکي او غیرخوراکي موادو بار د ۱۶۰ نه تر۲۰۰ پورې لارې ننوځي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net