Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

د جلال‌اباد ځینې اوسېدونکې: طالبانو پارکونو ته د ناروغو او زړو ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی

0
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې عمومي پارکونو ته د ښځو په ورتګ له بندیز وروسته د دې ښار یو شمېر اوسېدونکې مېرمنې وايي، طالبانو دغه پارکونو ته د هغه ډېر عمر لرونکو ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی چې بېلابېلې ناروغۍ لري او په همدې پارکونو کې د سهار له خوا ورزش کوي.


۴۲ کلنه ګل ونه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې ده.


هغه وايي، د لوړ شکر ناروغي لري او د ډاکتر د توصیې له مخې اړ ده چې هر سهار ورزش وکړي، خو په خبره یې طالبانو تازه د دوی پر وړاندې عمومي پارکونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی او اوس د ورزش لپاره بل ځای نه لري.


هغې وویل: "د عیدګاه په پارک کې زموږ په ورزش یې بندیز ولګاوه. موږ به هر سهار ښه په حجاب کې تللو داسې نه وه چې کومه بې حجابي هلته روانه وه. موږ هیڅکله مخ نه دی ښکاره کړی. نه پوهېږو چې حکومت ولې دا کار وکړو."


ګل ونه وايي، طالبان باید په خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي او لږ ترلږه ښځو ته د ورزش لپاره پارکونو ته د تګ اجازه ورکړي.


نوموړې وايي ټولې هغه مېرمنې چې مخکې به یې په خوندي ډول په پارکونو کې قدم واهه اوس په سړکونو قدم وهي ځکه د دې په خبره اړې دي چې د خپل صحت لپاره ورزش وکړي.


ګل ونه انتقاد کوي، وايي چې په دې سره اوس مېرمنې باحجابه شوې که بې حجابه ځکه د دې په خبره د جلال اباد ښار په نهه ناحیو کې شاوخوا ۱۴ جوړ شوي پارکونه داسې خوندي وو چې له بهره ترې مېرمنې نه ښکارېدې.


د دې ښار یوه بله اوسېدونکې شبانه هم وايي، مور یې د لوړ فشار او شکر ناروغي لري او هر سهار به ورزش ته تلله، خو اوس چې پارکونو ته د دوی په تګ بندیز لګېدلی دوی د خپلې مور د ناروغۍ زیاتېدو ته اندېښمن دي.


هغه زیاتوي: "مور مې د شکر او لوړ فشار ناروغي لري، هر سهار به پارک ته د ورزش لپاره تلله، خو دا چې طالبانو پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه، موږ ډېر اندېښمن یو چې د مور ناروغي مې خدای ناخواسته ډېره نه شي."


شبانه وايي، نه پوهېږي چې طالبان له پارکونو د مېرمنو راګرځولو لپاره کوم شرعي دلیل لري.




په همدې حال کې یو شمېر روغتیاپالان د شکر او لوړ فشار لرونکو ناروغانو لپاره په ورځني ډول د ورزش کول لازم بولي.


دوی وايي، دغه ناروغانو ته ان له درملو خوړولو هم ورزش کول یو اړین عمل دی.


د داخله ناروغیو یو متخصص ډاکتر نورالله چمتو ازادي راډيو ته وویل: "که موږ هره ورځ منظم قدم ووهو یا منډه ووهو دا عمل د شکر د کنټرول لپاره حیاتي رول لري، ان تر دې چې ښايي دې ته اړتیا پیدا نه شي چې موږ د شکر درمل وکاروو. که موږ هره ورځ قدم ووهو، دغه شان د زړه له ناروغیو بچ کېږو او د وینې د لوړ فشار د مخنیوي لپاره هم دا یو اړین عمل دی."


طالبانو روانه اوونۍ د جلال اباد ښار ټولو عمومي پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه.


په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند په دې اړه بې خبري وښوده، خو د دې ولایت د امربالمعروف چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې عمومي پارکونو ته یې ځکه د مېرمنو د ورتګ مخه نیولې چې د ده په خبره مېرمنو اسلامي اصول او افغاني دود او فرهنګ په پام کې نه نیوه.


خو دا یې نه دي ویلي چې له اسلامي اصولو او افغاني دود او دستور نه یې هدف څه دی؟


په همدې حال کې په ننګرهار د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل مخکې یې فکر کاوه چې ښايي دا ډله په فکري لحاظ بدله شوې وي، خو په خبره یې اوس معلومېږي چې طالبان له پخوا لا ډېر سخت دریځه شوي دي.


دا وايي، په جلال اباد کې د ښځو پر وړاندې د پارکونو د تړلو پرېکړه ظالمانه ده.


هغې وویل: "د ننګرهار ټولو پارکونو ته به مېرمنې په حجاب کې تللې، خو طالبانو سره له دې هم دوی له پارکونو منع کړې، دا د ښځو په وړاندې یوه ظالمانه پرېکړه ده."


طالبانو له دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې مېرمنې په پارکونو کې له ورزش او ګرځیدو او دغه ورزشي لوبغالو ته له تګ منع کړي دي.


دوی دغه شان د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې تړلي، ښځینه حمامونه یې تړلي، له شرعي محرم پرته یې د ښځو لرې واټن سفرونه کول بند کړي او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې هم د دوی په کار کلک بندیز لګولی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net