Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

پاکستان کې د یوه افغان خبریال نیول کیدل؛ نور خبریالان هم د نیول کېدو او هېواد ته په لېږدولو اندېښمن دي

0
 افغان خبریال محمد جان تمکین د سې شنبې په سهار له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا ونيول شو.


ښاغلي تمکین ازادي راډيو ته وویل، له ډېرو هلو ځلو وروسته بالاخره د پولیسو له منګولو ازاد شو خو اوس نظر بند دی او له کوره د وتلو حق نه‌لري.


هغه زیاتوي:


"زه ونیول شوم، دوی له پلازې څخه يې بيرون يوړم، موږ د پولیسو له‌خوا تر نیم ساعت زیات بندیان وو، له اوږدو خبرو وروسته يوازې په دې وتوانېدو چې ما نظربند کړي. موږ خپل محدوديتونه لرو. شرط يې دا و چې موږ باید د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره له کوره ونه وځو."


محمد جان وايي چې خپله پاسپورټ، د ملګرو ملتونو له دفتره د اعتبار وړ ویزه او اسناد لري، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره يې د ويزو غوښتنه کړې چې په څو ورځو کې به يې ترلاسه کړي.


هغه ادعا کوي چې پوليسو يې د کورنۍ د غړو د ويزو د تمديد سند نه‌دى منلى او ټينګار کوي، که تر سبا پورې د کورنۍ د غړو ويزې چمتو نه‌کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.


د دغه افغان خبريال د نيولو موضوع په جلاوطنۍ کې د افغان خبريالانو د فدراسيون له‌خوا هم تاييد شوې او ويل شوي چې نوموړى د دغه فدراسيون د مشرتابه له غړو او په پاکستان کې د افغان خبريالانو له ډلې څخه دى.


د دغه فدراسیون ویاند حشمت وجداني ازادي راډيو ته وویل، د خبریالانو نیول او افغانستان ته د هغوی استول یوه جدي او د اندېښنې وړ مسئله ده.


وجداني زیاته کړه:


"که خبريالان په دې ډول ونيول شي او افغانستان ته ولېږدول شي، د هغوى کاري مخينې ته په کتو به يې ژوند په خطر کې وي او له بلې خوا دوی په پاکستان کې دوسيې لري، څو خوندي هېواد ته ولېږدول شي، چې دا پروسه به يې يا وځنډول شي او يا به بيخي له‌منځه لاړه شي."




په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون له ټولو نړیوالو بنسټونو چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې فعاليت لري او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې (UNHCR) څخه غواړي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.


بل خوا په پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان چې د امنیتي ګواښونو له امله یې افغانستان پرېښی وايي، دوی د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي.


د دوی له ډلې په کراچۍ کې مېشت خبریال اېمل حبیبي ازادي راډيو ته وویل:


"د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه له خبریالانو سره د پولیسو چلند بد او ځوروونکی دی او دا مسئله د دې لامل شوې چې ټول خبریالان په کور کې پاتې شي او بهر نه وځي."


په اسلام اباد کې مېشته افغانه خبریاله نجیبه زمان بیا وایي:


"پاکستاني پولیس خبریالان نیسي یا زنداني کوي او یا یې ډيپورټ کوي، زه هم ډېره وېرېږم او له خپلې کورنۍ سره مې اندېښنه ده چې ما به هم ډيپورټ کړي."


دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان خبریالان په پاکستان کې د خپلو ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي؛تر دې وړاندې يې هم څو ځلې  د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.




د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله په سلګونو زره افغانان چې ډېری یې خبریالان هم وو، له افغانستانه ووتل او د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل.


په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمېر هېوادونو څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر ډېر شوی دی.


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو د لړۍ په دوام کې چې د نومبر له لومړۍ نیټې پیل شوی، یوازې د دوشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارو ۲۴۱۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.


د پاکستان د حکومت او UNHCR په ګډون د بېلابېلو مسوولينو د معلوماتو له‌مخې، تر اوسه له ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net