د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه د اېستل کیدونکو خطر ځپلو امنیت ته اندېښنه وښوده
دې سازمان پرون په یوه بیان کې وویل چې که دا خلک وایستل شي، د طالبانو له خوا د تعقیب او ځپل کېدو له سمدستي ګواښ سره مخامخ کېدای شي.
په بیان کې اسلام اباد تورن شوی دی چې د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د تطبیق پرمهال خلک په خپل سر نیسي او د ماشومانو او زړو په ګډون د کورنیو غړي له یو بله جلا کوي.
په بیان کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو ستنول بند کړي.
د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه له څلور لکو ډېر افغان کډوال چې د پاکستاني چارواکو په وینا د استوګنې قانوني اسناد نه لري، ایستل شوي دي.
