غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو وژنه؛ په کابل او یو شمېر ښارونو کې پرې خواخوږي څرګنده شوې
فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې ده.
ورته مراسم د جاپان په پلازمېنه توکیو، د تایلیند په مرکز بنګاک او د چین او نیپال په مرکزي ښارونو پېکېنګ او کتمندو کې هم د ملګرو ملتونو د ماموریتونو له خوا ترسره شوي دي.
د یوناما په نوم د ملګرو ملتونو یوه اداره چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي وایي، په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې د دوی له سلو زیات کارکوونکي وژل شوي دي.
اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس سخت دریځې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پېژني، د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.
د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، له همغه مهاله د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې تراوسه څه باندې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.
