Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

پر هراتي ماشومانو د زلزلو اغېز؛ په رواني ستونزو اخته شوي، اکثره یې ښوونځیو ته نه ځي

0
 د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د زلزلې د وېرې له امله يې ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي.


د هرات اوسېدونکى او د دوو ماشومانو پلار محمد وايي، چې لور او زوى يې د وروستيو زلزلو له امله سخت ځپل شوي، چې ښوونځي ته له تګ څخه هم ويره لري.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل:


"د زلزلې له ورځې راهیسې، یو هلک او یوه نجلۍ، یو شپږ کلن او بل اته کلن دي، ښوونځي ته نه‌ځي، د ورځې یا شپې زلزله راځي، د دوو ورځو راهیسې زلزله نه‌‌ده شوې، دوی وېريږي او ښوونځي ته نه‌ځي، ښوونځی يې پرېښی دی."


هغه دا هم وويل، چې په زلزله کې يې د کور د ويجاړېدو له امله دوی اوس هم تر يوې خېمې لاندې ژوند کوي او د خپلو ماشومانو د ټپونو د درملنې لپاره يې هيڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.




 د هرات د ښوونځیو یوه ښوونکې چې نه‌یې غوښتل نوم یې راپور کې ياد شي، زادي راډيو ته وویل، په هرات کې له وروستیو زلزلو وروسته په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حاضري د پام وړ کمه شوې ده.


هغه وايي:


"زه د يو ښوونځي استاده يم، زه هره ورځ وينم، له هغې ورځې چې ښوونځی پيل شوی، تقريبا دوشنبه وه چې څوم د عقرب و چې ښوونځی شروع شو، خو ولې زده‌کوونکي ډېر کم ټولګيو ته ځي، ممکن ۳ يا ۴ زده‌کوونکي چې نهايت ۷ يا ۸ که راشي. ځکه چې پر دوی يې ډېر منفي اغېز کړی دی او دغه راز د دوی پر کورنيو يې هم کړی دی."


خو مرسته کوونکو موسسو وخت په وخت په خپلو راپورونو او اعلاميو کې د هرات زلزله‌ځپلو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکړی دی.


له دې ډلې څخه، د روغتیا نړیوال پروګرام (ډبيلو‌اچ‌او) د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې، د دوی روغتیايي ټیمونو د هرات د زلزلې ۲۸۵۱ قربانیانو ته د صدماتو په څانګه کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.


له زلزلې ویره نه یوازې په هرات کې د ځینو ماشومانو، بلکې د یو شمیر لویانو په ذهنونو کې هم ځای لري.


د هرات د انجيل ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکى رحيم بخش وايي، د دې سيمې ډېرى خلک په رواني ناروغيو اخته دي.


هغه دا ادعا هم کوي چې د طالبانو له حکومت او بنسټونو څخه يې هيڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې:


نوموړی وایي:


" شاوخوا ۹۹ سلنه خلک سرګردان دي، له زلزلې څخه د اوښتو زیانونو له امله په رواني ناروغیو اخته دي، د خلکو کورونه نړېدلي دي، دا سیمه له ۵۰ تر ۶۰ کاله مخکې جوړه شوې وه، ټول کورونه یې نړېدلي دي. هغه کورونه چې نړېدلي نه‌دي هم د ګټې اخيستنې وړ نه‌دي، موږ بهرنيو مرسته کوونکو موسسو او اسلامي امارت څخه ليرې پاتې شوي يو، هيچا موږ سره مرسته نه‌ده کړې او نه هم چا زموږ پوښتنه کړې ده."




 په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس او د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو د وېش د کمېسيون وياند احمدالله متقي د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو ادعاو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو هغه مخکې ویلي وو چې له زلزله‌ځپلو سره لازمې مرستې شوې دي.


بل‌خوا په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام (ډبيلو‌اف‌پي) د څانګې مشرې هسيو وی لی د ياد سازمان په اېکس‌پاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي چې په هرات کې د زلزلې له لومړۍ ورځې څخه يې د مرستو رسول پيل کړي دي.


هسيو وی لی دا هم وويل چې، ډبليو‌اف‌پي خلکو سره د لا نورو مرستو لپاره ۲۳ ميليون ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.


نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ويلي:


"موږ پلان لرو چې په ۷ میاشتو کې د خوراکي توکو په برخه کې له ۱۲۰ زرو کسانو سره مرسته وکړو او د هغوی ژوند جوړ کړو، خو د دې کار لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو، زرګونه افغان کورنۍ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري".


د هرات یو شمېر زلزله‌ځپلي ماشومان د زلزلې له وېرې ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو د نه تګ خبره داسې مهال کوي چې په دغه ولایت کې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال وروستۍ میاشتې تېرېږي.


کلونه وړاندې په دې وخت کې زده‌کوونکو د کلنۍ ازموينې چمتووالی نيوه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net