Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

له پاکستانه د ستنو شویو افغانانو شکایتونه؛ کافي مرستې او سرپنا غواړي

0
 له پاکستان څخه راستنې شوې ځینې کورنۍ ټینګار کوي چې د خوراکي توکو او لومړنیو مرستو ترڅنګ باید د سرپناه په برخه کې د دوی لپاره چمتووالی ونیول شي.


د یوې ۹ کسیزې کورنۍ مشر ۷۳ کلن خواجه محمد چې له تورخم څخه کابل ته راغلی، ازادي راډيو ته وویل چې یو څه خوراکي توکي ورکړل شوي، خو بسنه نه‌کوي.


نوموړی وایي:


"په يوه بوجۍ کې يې پنځه کيلو غوړي راکړل او يو کارتن اوبه يې راکړې، نور يې هيڅ رانه‌کړل. که خونې راکړې د يوې کورنۍ لپاره ما سره تورسرې او ماشومان راسره دي، سرپناه راته جوړه کړي هم ښه ده، خوراکي توکي راکړي، نغدې روپۍ راکړي، ژمی دی کنه."


په ننګرهار ولایت کې یوې بلې راستنې شوې کورنۍ يو غړي زرین ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وويل، هېواد ته د ننوتو پر مهال ورته یوازې لس زره افغانۍ ورکړل شوې.


یو بل راستون شوی افغان کډوال امین انصاري چې دا مهال په کابل کې ژوند کوي ازادي راډیو ته د راستنېدونکو د مرستو د وېش د بهیر په اړه وویل:


"موږ په تورخم کې درې یا څلور شپې تېرې کړې، ترڅو موږ د مرستې له کارتونو برخمن شولو، زما د ترور زوی خپل کارت ترلاسه کړ، کله چې هغې د سه سیلو سرک ته د مرستې کارت يووړ، ورته يې وویل چې تاسو کارتونه دلته پرېږدئ، موږ بيا تاسو ته زنګ در وهو، ښايي پنځه يا شپږ ورځې وروسته مرسته وشي."




 هغه وويل چې اوس د يوه ملګري په کور کې ژوند کوي او د خوړو، اغوستلو او ژوند کولو لپاره څه نه‌لري.


خو دغو راستانه شويو کډوالو دا ونه ويل چې د چا له‌خوا دوى ته د مرستو د وېش کارتونه او نغدي مرستې او خوراکي توکي ورکړل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت په ګډون خیریه بنسټونو، سوداګرو او نړیوالو موسسو ټولو له دغو راستنېدونکو سره د مرستې لپاره لاسونه يو کړي او هر یو یې په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو خبر ورکړی.


په دې وروستیو کې د "قمر" په نوم یوې خیریه بنسټ ویلي چې د کډوالو په یوه کمپ کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو لپاره ۷۰ کورونه جوړوي.


محمد الماس مومند چې په افغانستان کې د دې بنسټ د مرستو مسؤل دی، ازادي راډيو ته وویل:


" تقريباً ۷۰ کورونه جوړوو، دا کورونه به هغو خلکو ته ورکول کېږي چې کوم له پاکستان څخه د تورخم له لارې را اوړي او دلته دوی افغانستان کې اوس‌مهال سرپناه ونه‌لري، يا جوړ کورونه نه‌لري، ترڅو چې دوی خپلو ولايتونو کې ځانته کورونه جوړوي، ترتيب او تنظيم يې کوي، تر هغو به ان‌شاالله دې ښارګوټي کې وي."


بل‌پلو د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسمي وېب‌پاڼې د کډوالو چارو د عالي کمېسیون د مسؤلينو په حواله ویلي چې د دغه کمېسیون بېلابېلې کمېټې د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې راستنېدونکو ته د خوراکي توکو په ګډون بېلابېل خدمات او مرستې رسوي.




 ياد کمېسیون دا هم ویلي چې له ثبت او بایومټریک وروسته به راستانه شوي، د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ سازمان (IOM) ته معرفي شي.


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت تر دې مخکې په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي وو چې راستانه شوي کډوال به د څو ورځو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ساتل کېږي او بیا به خپلو ولایتونو ته استول کېږي.د طالبانو حکومت دغه راز د بېرته ستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره د ولایتي کمېټو د جوړولو خبر هم ورکړی دی.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر له‌خوا د دوشنبې په ورځ رسنیو ته د ورکړل شویو شمېرو له‌مخ،ې له پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېر څه باندې ۳۰۰ زرو ته رسېدلی.


د پاکستان موقت حکومت اعلان کړی چې په لومړي پړاو کې به دغه شمېر نور هم زیات شي.


له ۱.۷ میلیونو څخه زیات بې اسناده افغان کډوال به له دغه هېواده وباسي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net