په کابل کې ۲۱۰ ټنه غیرمعیاري، تاریخ تېر توکي او درمل له منځه وړل شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په کابل کې یې ۲۱۰ ټنه غیر معیاري او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل له منځه وړي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه رياست له خوا له رسنيو سره شريکه شوې، راغلي چې دغه اندازه درمل او خوراکي توکي چې د کابل په ګمرک کې قرنطين شوي وو، د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي دي.
دغه رياست بیا هېواد ته د درملو د قانوني وارداتو د زیاتېدو خبر هم ورکړی دی.
په دې وروستيو کې په يو شمېر درملتونونو کې د ټيټ کيفيت او تاریخ تېر درملو په اړه خلکو شکایتونه کړي.