Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2023

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي: پاکستان دې نيولي افغان کډوال خوشې کړي

0
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو سفارتونو پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې بندي افغان کډوال خوشې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د دیسمبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په پاکستان کې له نيول شويو افغان کډوالو سره روانه رويه خواشنونکې ده. دا خبرپاڼه په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د بېلابېلو سفارتونو ګډه اعلاميه ده. دغه سفارتونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په زور د راغلي طالبانو له حکومت مخکې، د جمهوري حکومت له وخته فعال پاتې دي. په دې اعلاميه کې پر پاکستاني چارواکو غږ شوی چې ژر تر ژره دې افغان کډوال بنديان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، خوشې کړي.


افغان سفارتونو د ماشومانو بندیانول د هغوی د حقونو ښکاره سرغړونه بللې. دوی ټینګار کړی چې د کډوالۍ د نړیوالو قوانينو په اساس هېڅ حکومت پر کډوالو د جریمې د لګولو او د هغوی د بندیانولو حق نه لري.




په پاکستان کې په دې وروستيوو کې ډيری افغان کډوال په سيند صوبه کې نيول شوي دي. د دې کډوالو وکيلې،‌ منيزې کاکړ د دیسمبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې خوا او شا ۱۴۰۰ افغان نارينه، ښځې او ماشومان د هستوګنې د اسنادو د نه درلودو په تور په بېلابېلو زندانونو کې دي. خو د سیند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن رسنيوو ته ويلي چې د نيول شويو افغانانو شمېر ۱۲۹ او د هغوی سره موجودو ماشومانو شمېر ۱۸۵ دی.


پر ټولنيزو رسنيوو د نيوکو سربیره هم، شرجيل مېمن د سيند پولیسو له کارروايانو دفاع کړې او ويلي یې دي‌چې هر څوک چې قانوني اسناد او وېزه نه لري، هغه به نيول کيږي. خو په پاکستان کې د کډوالو سره مرسته کوونکې، يوې غيرسرکاري ادارې، شارپ چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې ځيني افغان د اسنادو په درلودو سربیره هم نيول شوي دي چې د پاکستان له قوانينو او له بشري حقونو سرغړونه ده. 


د پاکستان بشري حقونو ملي کمېشن هم د سيند پر چارواکو غږ کړی چې نيولي کډوال دې خوشې او نور دې نه نیسي. دې کمېشن د ديسمبر له اخري لسو ورځو راهیسې په پرله پسې بیانونو کې پر سيند پوليسو تنقيد کړی او ويلي یې دي چې په زندانونو کې اکثره افغانان وکيلان نه لري. کمېشن زیاته کړې چې له بندي افغانانو سره روان سلوک غندي او هغوی باید ژر خوشې شي.




تر دې مخکې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزارت هم پر پاکستاني‌چارواکو غږ کړی وو چې افغان کډوال دې نه بنديانوي. دوی غوښتنه کړې وه چې نيول شوي خلک دې ژر خپل هېواد، افغانستان ته ستانه کړي.


په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته کډه شول چې یا خو د کار او یا هم د علاج لپاره هلته تللي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ثبت شويو شمېرو ترمخه، نيږدې ۱۱۸۰۰۰ افغانان پاکستان ته کډه شوي دي. خو پر دې سربیره په زرګونو نور غيررجسټرډ هم دي.


پاکستاني پوليسو په سلګونو نيولي افغانان افغانستان ته هم ستانه کړي‌دي. د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د دیسمبر پر ۲۹مه وويل چې د دیسمبر له دېرشمې وروسته د غيرقانوني اوسېدونکو په خلاف کارروايي زیاتوي. هغه پر ټويټر ليکلي هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net