بلخ کې د زردالو او شفتالو حاصلات ډېر شوي
د بلخ کرنې ریاست په دغه ولایت کې د زردالو او شفتالو د حاصلاتو د پام وړ ډېروالي خبر ورکوي.
د بلخ ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو توکو د برخې عمومي مدیر محمد حسین عظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، تېر شمسي کال کې د بې وخته واورې او باران ورېدو له امله د زردالو او شفتالو حاصلات لږ وو، خو د بڼوالۍ وضعیت ښیي چې سږ کال به د زردالو او شفتالو حاصلات څه باندې شلو ټنو ته ورسېږي.
ښاغلی عظیمي وایي، په بلخ ولایت کې پر ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه د زردالو او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه هم د شفتالو باغونه جوړ شوي دي.
د بلخ ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په یاد ولایت کې ترلاسه شوي زردالو او شفتالو په ډېر ناڅیزه بیه له بڼوالو پېرل کېږي او نورو ولایتونو ته صادریږي.
ښاغلی عظیمي له سوداګرۍ وزارت او نورو مسوولو ادارو غواړي، چې د بڼوالۍ د ودې لپاره دې په بلخ کې تولید شویو مېوو ته بازار موندنه وکړي او د جوسونو د تولید زمینه دې برابره کړي.