Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

ملګري ملتونه: طالبان او القاعده لا هم سره نږدې اړیکې لري

0
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، طالبان او القاعده لا هم سره اړیکې پالي، خو طالبان دا موضوع ردوي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل نوي راپور کې لیکي، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري له ملاهبت‌الله سره خپل بیعت هم تازه کړی دی.


په دې راپور کې زیاته شوې، القاعده واک ته د طالبانو له رسېدو د خپلې ډلې لپاره د نویو کسانو د ګمارنې او د تمویل لپاره کار اخستی دی، خو طالبان وايي، د دې ډول ادعاوو لپاره هېڅ ډول سند نه‌شته.


واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل درېیم راپور کې یو ځل بیا ویلي، طالبان او القاعده سره نږدې اړیکې لري.


په راپور کې راغلي، د اګسټ په ۳۱مه کله چې له افغانستانه د متحده‌ایالاتو وروستی سرتېری ووت، القاعده د طالبانو بریا او استقامت ونمانځه او روښانه یې کړه چې دواړه ډلې سره تاریخي اړیکې لري.


راپور زیاتوي، القاعده په افغانستان کې له هغو پرمختګونو راضي ده چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې اټکل کاوه او دا ډله اوس په دې لټه کې ده چې څه ډول په افغانستان کې خپل شتون داوامداره او د خپلو وسله‌والو لپاره خوندي‌ پټن‌ځایونه برابر کړي.


خو طالبان دا راپور ردوي.




د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد استفاده وشي. پاتې شوه دا ډول ادعاوې چې موږ یې هم اورو، واقعیت نه‌لري. د دې لپاره کوم سند او دلیل نه‌شته."


خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې نړیوالو رسنیو خبر ورکړ، چې د اسامه بن لادین د امنیت پخوانی همغږي کوونکی امین محمدالحق سام خان د ګلبدین حکمتیار لیدو ته ورغلی و، خو د دې خبرې د پخلي لپاره د ښاغلي حکمتیار له نېږدې کسانو سره د خبرو لپاره د ازادي راډیو هڅه کامیابه نه شوه.




په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې د القاعده یو شمېر نور غړي همدا اوس د کابل په ځینو ډپیلوماټیکو سیمو کې اوسېږي او د بهرنیو چارو وزارت ناستو ته ډېر اسانه‌ لاس‌رسی لري، خو راپور زیاتوي، دا معلومات یې د څارنې ټیم نه‌شي تاییدولای.


په راپور کې په افغانستان کې د داعش حضور او فعالیت ته هم اشاره شوې او لیکي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، د داعش خراسان څانګې هم په افغانستان کې خپل بریدونه متمرکز کړي.


راپور کې یادونه شوې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له‌خوا د زندانونو له ماتولو سره وروسته،داعش ډله وتوانېده چې لا ډېر کسان جلب کړي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې ۲۷مخیز راپور کې د طالبانو رهبرۍ، اقتصاد او حکومتي جوړښت ته هم اشاره شوې.


راپور کې لیکل شوي، د طالبانو بېلابېلې ډلې د دوی د مشر هبت الله اخندزاده تر قوماندې لاندې په خپله ګټه کار کوي او حقاني شبکه د دوی تر ټولو بریالۍ او اغېزناکه ډله ده.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو ترمنځ د واک د وېش په اړه لیکلي، دې ډلې خپل ۴۱ غړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې، د کابینې او په نورو لوړ پوړو مدیریتي پوستونو ګمارلي، خو د راپور په حواله، دا ګمارنې د وړتیا له مخې نه، بلکې د دې کسانو د وفادارۍ او د طالبانو په لیکو کې د لوړ موقف پر بنسټ شوي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې د القاعده او داعش فعالیت ته اندېښمنه ده، چې په افغانستان کې د نا امنۍ څپو او چاودنو زور موندلی.






د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خبره، یوازې تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه افغان ماشومان وژل شوي.




په افغانستان کې ځینو خبري اژانسونو بیا راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net