نيمروز کې ايران ته د قاچاق په تور يو تن نيول شوی
د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې ايران ته يې د نشه يي توکو د قاچاق په تور يو تن نيولى دى.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د نیمروز ولایت په سرحدي ولسوالۍ کنګ په مربوطاتو کې یو کس له ۴۰ کیلوګرامو تریاکو سره د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوی او د قانون منګولو ته به وسپارل شي."
د الهام په وينا، له نیول شوي کس څخه چې پوښتنې روانې دي.