په هلمند کې د ټرافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
په هلمند کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي.
دغه پېښه تېر مازدیګر د هلمند د مارجې او نادعلي ولسوالیو ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ازادي راډیو ته وویل: "یو تونس موټر او موټرسایکل ټکر کړی چې پکې موټرسایکل چلوونکی او دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."
د مولوي ریاض په وینا، د ټوس موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.