Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

ایرلنډ: طالبانو د ازادو رسنیو فضا محدوده کړې

0
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې ویلي، چې تېر کال د طالبانو په واکمنېدو سره په ناڅاپي توګه د ازادو رسنیو لپاره فضا محدوده شوې چې تر ټولو زیات زیان په کې ښځینه خبریالانو ته اوښتی دی.


وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تلوېزیونو ویاندویانویانې د خپرونو پر مهال د څېرو پټولو ته اړې کړې، په هرات ولایت کې د یوې تصویري رسنۍ کارکوونکې فاطمه له دندې ګوښه شوې ده.


دا د هغې رسنیو د نوم له خپرېدو ډډه کوي، چې په کې یې دنده درلوده، خو ازادي راډیو ته یې وویل، د خبرونو د ویلو پر مهال د مخ پټولو په اړه د طالبانو د دغه فرمان د پلي کېدو په لومړۍ ورځ د خپلې رسنۍ د مشر له لوري له دندې وایستل شوه.


نوموړې چې نوې یې ویندویۍ ته مخه کړې وه وایي، د طالبان دې فرمان یې هیلې له منځه یوړې.


هغه زیاتوي: "کله چې زموږ په شبکو کې هم د ماسک اچول جبري شول، زموږ د دفتر مشر د دې پر ځای چې له موږ ملاتړ وکړي، له هېڅ پلمې او عذر پرته وروسته له هغې چې خبرونه مو له ماسک سره ،وویل موږ ته یې وویل چې نورې مه راځئ ان نه غواړو چې ماسک سره هم خبرونه ووایئ."


طالبانو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په تلوېزیونونو کې د راڅرګندېدو پر مهال پر ښځینه ویاندویانو او خبریالانو د مخ پټول جبري کړل.


د طالبانو دې پرېکړې ان په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.


تازه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایرلنډ سفیرې جرالدین بیرن نسون د خبریالانو د ساتنې په اړه د دې سازمان د امنیت شورا له ناستې وروسته ویلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازادې رسنۍ، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې زیانمنې شوې دي.


په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ سفیرې د سه شنبې په ورځ وویل: "تېر کال افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو د ازادو رسنیو لپاره په نا څاپي توګه فضا محدوده شوه او ښځو تر ټولو زیات زیان په کې لیدلی دی."




له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګري استازي توماس ویسټ د افغان ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیانیه مهمه بللې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي، چې نړۍ د افغان ښځو په اړه د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو د سیاستونو د بدلون د غوښتنې په اړه یوه خوله ده.




ویسټ زیاته کړې، چې نړۍ دغه شان له ممانعت پرته د بشري مرستو د کوونکو د مخنیوي او دومداره اقتصادي ثبات غوښتنوکې ده.


په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له اوري خپره شوې، پر هغو محدودیتونو چې د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم، کار او د دوی پر تګ راتګ لګېدلي ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.




د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو او ښځو د حقونو د محدودولو له پالیسو جوړولو دې لاس په سر شي.


دغې شورا ټینګار کړی، چې دا ډول محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له تمې او هغو ژمنو چې طالبانو له خلکو سره کړي، خلاف دي.


طالبانو تازه د ملګرو ملتونو د دې بیانیې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې تل د بشري حقونو او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net