Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

تاجکستان کې د افغانستان په تړاو غونډه؛ طالبانو يې هرکلی کړی

0
په دې غونډه کې چې دوه ورځنۍ ده، د نورو مسایلو تر څنګ به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا هم خبرې وشي.


د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې به سبا د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه د یو شمېر هېوادونو د امنیت سالاکارانو تر منځ د ناستې کوربه وي.


مخکې ویلی شوي وه، چې دا غونډه به پنجشنبه پیل شي خو د ازادي راډیو د تاجکې څانګې د معلوماتو له مخې دا غونډه به سبا ته جوړه شي.


د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له هرې هغې ناستې چې د افغانستان په محوریت ترسره کېږي هرکلی کوي.


نوموړي ويلي: "د افغانستان اسلامي امارت له هرې هغې ناستې چې په ګاونډیو او سیمې هېوادونو کې د افغانستان په محوریت جوړېږي، د قدر په سترګه ورته ګوري، د سیمې هېوادونه به هم په افغانستان کې د اوسي امنیت اهمیت درک کوي او د امنیت د لا ټینګښت لپاره به هم افغانستان سره همکار وي."




ښاغلی سمنګاني وایي، دوی ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ نه متوجه کېږي او هېوادونه دې په دې اړه اندېښنه نه‌کوي.


د یو شمېر بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه دوام کوي، د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظر تبادله کېږي.


په دې غونډه کې به د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي.


خو د پاکستان په اړه لا څه نه دي ویل شوي چې ایا د ملي امنیت سلاکار غونډې ته لېږي او که کوم بل استازی.


بلخوا د هند د ملي د امنیت سلاکار اجیت دوفل د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې ته، ویلي چې د دوشنبې په غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت د جوړېدا پر اړتیا هم خبرې وشي.


دا په داسې حال کې ده چې پر دې وروستیو کې پر افغان ښځو د کار، تعلیم او مخ پټولو په اړه د طالبانو له لوري ورځ بلې د محدودیتونو ډېرېدو نیوکې اندېښنې او اعتراضونه راپارولي، هغه څه چې طالبان یې عملي کول اسلامي شریعت بولي.


طالبانو وړاندې ویلي د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي، دغه شان ډاډ یې ورکړی، چې د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره به هڅې کوي.




خو د سیاسي چارو پوه محمد اسحق اتمر په دې باور دی، چې دا ناستې به هغه مهال اغېز ولري چې د هېوادونو چارواکي او استازي قاطع پرېکړې او پر طالبانو فشار راوړي، چې افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو مراعتولو ته اړه وباسي.


ښاغلي اتمر ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول ناستې په مستقیمه توګه د طالبانو پر کړنو اغېز نه‌کوي نو که د سیمې او ګاونډیو هېوادونو چارواکي غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، خپل دریځونه دې قاطع کړي او د طالبانو پر رهبرانو دې بندیزونه ولګوي."


وړاندې تر دې هم په یو شمېر هېوادونو کې د ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو او چارواکو تر منځ د افغانستان اړوند ناستې شوي چې د سیمې د هېوادونو استازو هم په کې ګډون درلود، خو د افغانستان په اوسنۍ حاکمه فضا یې کوم خاص اغېز نه دی محسوس شوی او بر عکس پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي چې په کور دننه او بهر غبرګونونه له ځانه سره لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net