په خوست کې د کرکټ جام اتلولي هندوکش لوبډلې وګټله
وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو ترمنځ پرون ترسره شوه.
په پرونۍ لوبه کې پامیر لجنډز په ۳۳ اوورنو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و، چې هندوکش سټرایکرز په وروستي اوور کې ورورسېد.
د زرغون افغانستان د پنځوس اووریزو لوبو ټورنمنټ د مې د میاشتې په اتمه د هندوکش سټرایکرز، پامیر لجنډز او میوند ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شو او د مې تر شلمې پورې یې دوام وکړ.
