فراه: د يوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د طالبانو ځايي امنيتي مسؤلين وايي، په فراه ولایت کې د راکټ د یوې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه پرون- د ثور په ۲۷مه، مازیګر مهال د بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د راکټ له سرګلولې سره لوبې کولې.
په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو له جګړو د پاتې مرمیو په وروستیو چاودنو کې ډېر کله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.