Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې: پر افغان ښځو بندیزونه غلطه پرېکړه ده

0
وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د افغان ښځو د حجاب او نجونو د تعلیم په اړه بېلابېلې پرېکړې اعلان کړې، ورځ تر بلې په نړیواله کچه او په کور دننه د ښځو او فعالینو اندېښنې او غبرګونونه یې زیات کړي.



تازه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې باربرا ووډوارد پرون پنجشنبه د مې میاشتې په ۱۲ د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا له ناستې وروسته د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بندیزونه “غلط” وګڼل او په سختو ټکو یې وویل چېے که دا حال همداسې دوام وکړي نړیواله ټولنه به په ځانګړې توګه افغان ولس دوی ته هېڅ کله د مشروع چارواکو په سترګه ونه ګوري.




نوموړې وویل: "که دا د افغانستان راتلونکی وي چې دوی یې تعقیبوي، نو سخته ده وګورو چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه افغان ولس طالبانو ته کله هم د قانوني چارواکو په توګه درناوی وکړي، ځکه د ټولنې نیمایي هغه ښځې او نجونې جوړوي چې نه باید وروسته پاتې ژوند ومني، د دوی وروڼه، پلرونه او زامن هم دا کار نه کوي، نو دا بېرته ستنېدنه ده، غلطه ده، زه فکر کوم دا له اوسني اقتصادي، ټولنیز او بشري کړکېچ څخه د طالبانو کمزورتیا ښکارندوي ده."


مېرمن ووډوارډ زیاته کړه چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې ۳.۶ میلیونه نجونې ښوونځیو ته تللې، د پارلمان څلورمه برخه د ښځو په واک کې وه او په ټولنه کې د کار ۲۰ سلنه ځواک مېرمنې وې چې اوس طالبانو دا هر څه بند کړي دي.


نه یوازې نړیوال چارواکي بلکې په افغانستان دننه یو شمېر ښځې هم له طالبانو د خپلو حقونو غوښتنه کوي.




پروانه سعید چې د پخواني دولت له مامورینو ده، وایي د طالبانو په راتګ نه یوازې دې بلکې اکثرو ښځو له دندو محرومې ګرځول شوي او له اقتصادي ستونزه سره مخ شوي دي.


نوموړې وايي: "نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو د حقونو لپاره اقدام وکړي، په ځانګړې توګه خپله طالبان دې د ښځو په اړه خپل لید لوري کې بدلون راولي ځکه موږ او اکثرا نجونې او ښځې دندو ته د مجبوریت له امله تللو خو له هغه وخته چې طالبان راغلي په کور ناستې دي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي."



د افغان ښځو د حقونو فعاله او د تېر نظام د ولسي جرګې غړې صائمه خوږیاڼۍ وایي د طالبانو په دې کړنو د افغان ښځو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته لاوړنې له منځه ولاړې او اوس ان د د ښار پر واټونو د نانوایانو تر مخې خیرات ټولوي او اړمنې شوي دي.


نوموړې وايي: "طالبان دې د نړیوالو له فشارونه پرته خپله فکر او اقدام وکړي چې دا ناخوالې خو زموږ خپلې دي هر څومره چې دا ډول بندیزونه لګولي موږ نور هم شا تګ کوو، دوی دې ښځو ته د تعلیم کار، سیاسي مشارکت او پرمختګ زمینه برابره کړي."



خو د طالبانو حکومت چارواکي د دغو افغان ښځو د خبرو په اړه وایي چې دوی یې حقونو ته ژمن دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریټانیا د دغې استازې د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.


نوموړي وویل: "د بریټانیې په شمول د نورو هېوادونو په ګډون د اشغال پر مهال موږ افغانستان تجربه کړ، د افغانانو ژوند اقتصادي ستونزې او ناورین چې شل کاله یې دوام وکړ دا د دوی د بې کفایتۍ پایله وه، اوس افغانستان ازاد شوی، افغانان د خپل اختیار څښتنان دي، حکومت یې د خپلو خلکو پر وړاندې مسولیت لري چې خپلې عقیدې، ارزښتونو او کلتور سره سم ژوند کول غواړي دا د چا په حقوقو تېری نه دی."


وړاندې تر دې هم د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د بېلابېلو پرېکړو اعلانونو سره له افغانستان بهر او دننه پراخ غبرګونونه راپارېدلي او ان وخت نا وخت یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو په بېلابېلو ولایتونو کې د لاریونونو پر ترڅ کې له طالبانو د خپلو حقونو غوښتنې کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net