Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2022

له پنجاب پوهنتون وړل شوی زده کوونکی، بيبګر امداد بلوچ خوشې شو

0
په لاهور کې له پنجاب پوهنتونه،‌ وړل شوی يو زده کوونکی بیبګر امداد بلوچ  ۱۴ ورځې پس خوشې شوی دی.

د هغه لپاره احتجاج کوونکي بلوچ سټوډنټس کونسل مشرانو د مې په لسمه په يوه خبرپاڼه او وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې بیبګر امداد بلوچ خوشې شوی دی. دوی په خپله خبرپاڼه کې د دغه زده کوونکي د وړونکو سرتيرو لپاره د اغواکارو يا تښتونکو لفظ کارولی او زیاته کړې یې ده چې: "ایا څوک به له اغواکارو پوښتنه وکړای شي چې بیبګر امداد بلوچ یې ولې په غيرقانوني ډول د پوهنتون له هاسټله ويوړ؟"


کونسل د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د جبريلادرکه کولو د مسلې مستقل حل دې راوباسي. دوی زیاته کړې چې تر څو د دې مسلې دايمي حل نه وې راویستل شوی، بلوچ زده کوونکي به خوندي احساس نه کوي.




بیبګر امداد بلوچ د بلوچستان د تربت سیمې سره تعلق لري. هغه د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې د انګلش ادبیاتو زده کوونکی دی. د اپريل په ۲۷مه هغه مهال امنيتي ځواکونو له پنجاب پوهنتونه د ځان سره ويوړ چې نوموړی د دوستانو سره ملاقات لپاره ورغلی وو. دغه وخت د پنجاب پوهنتون انتظامیې ويلي وو چې دوی سره ژمنه شوې چې که بیبګر امداد بې قصوره وو نو له پوښتنو ګرويږنو وروسته به خوشې به شي.


د بیبګر امداد بلوچ د نيول کېدو ويډيو هم رسنيو ته وتلې وه او پر انټرنيټ ډيره مشهوره شوې وه. تر دې وروسته بلوچ سټوډنټس کونسل مظاهرې پېل کړي او د پوهنتون له انتظامیې یې وغوښتل چې بلوچان دې د قام په بنياد نه ځورول کيږي. د دوی سره په دې احتجاج کې د زده کوونکو ځينې نورې اتحادیې لکه پروګریسیو سټوډنس او سند سټوډڼس هم شامل شوي وو.


تر اوسه د پاکستان وفاقي او د پنجاب صوبايي امنيتي ادارو د بیبګر امداد بلوچ د نيولو په اړه څه نه دې ويلي خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنيتي سرچينو په حواله ليکلي چې نوموړی د کراچۍ پوهنتون په خوله کې پر چينايانو د ځانمرګې برید په تړاو د پوښتنو لپاره نيول شوی وو.




د چيناينو پر يو کلتوري مرکز شوې دې حملې چې ۳ چينايان او يو پاکستانی پکې ووژل شول، زمه واري له پاکستانه ازادي غوښتونکې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي منلې وه. دې ډلې په يو بيان کې ويلي وو چې دا ځانمرګې حمله د شاري بلوچ په نامه يوې ښځې کړې چې په دې توګه د يوې بلوچ مېرمن لومړی داسې برید دی.


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.


د بښنې نړيوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د مارچ پر ۲۹مه په خپل کلني راپور کې ويلي ول چې په پاکستان کې په زور د خلکو ورکولو تور پر امنيتي ځواکونو پورې کېږي او هغوی دا واک لري چې خلک خوشې کړي. د دوی په وينا، له امنيتي ځواکونو باید "حساب وغوښتل" شي ځکه چې په وينا یې که د حساب ورکولو ویره نه وي‌ نو دا مسله به همداسې ناحله پاتې وي.


د پاکستان پوځ دريځ لري چې غيب کړل شوي بلوچان په زرګونو کې نه دي. د دوی وياندانو په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې ځيني لادرکه بلوچان په جګړو کې وژل شوي. په ۲۰۱۹ کال کې د پوځ د هغه وخت وياند، مېجر جنرل اصف غفور ويلي وو چې نه غواړي څوک په زوره ورک کړي خو په "جنګ کې هر څه جايز" دي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net