روزګان کې د خپلمنځي شخړې له امله څلور کسان ژوبل شوي
د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اغاولي قریشي نن ازادي راډيوته وویل چې تر پېښې وروسته سملاسي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې په تړاو یې درې تنه نیولي هم دي.
نوموړی وايي، ټپيان چې دوه تنه د یوې او دوه نور د بلې ډلې وو، د درملنې لپاره روغتیایې مرکز ته لېږدول شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.
قریشي زیاتوي چې په پېښه کې یوتن لاس لرونکی کس له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
