د بشري حقونو سازمان: ځينې افغانان د درملو نشتوالي له امله مري
د دغه سازمان د افغانستان څانګې په یوه لنډ راپور کې لیکلي، چې د روغتیايي سیسټم دړې وړې کېدو تر ټولو ډېر زیان ښځو ته اړولی دی.
د راپور په یوه برخه کې هغو مواردو ته اشاره شوې، چې د درملو د نشتوالي او د درملنې د امکاناتو د کموالي له کبله د افغانستان په ځینو برخو کې له دې جملې غزني او غور کې ځینې کسان مړه شوي دي.
تر اوسه د طالبانو روغتیا وزارت د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
نږدې ۹ میاشتې مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، د نړیوالو د مالي مرستو د بندېدو له کبله د نورو برخو تر څنګ د افغانستان روغتیايي سکټور هم زیانمن شوی دی.
